مفتی شفیع الله ثاقب:”هېوادوال دې د غرب تبلیغاتو پر وړاندې فکري مبارزه وکړي“
د کابل دشت برچي سیمه کې د اهل تشیع قومي مشرانو او ځوانانو له لوري د اسلامي امارت خپلواکۍ دویمه کلیزه نمانځل شوې.
د کابل دشت برچي سیمه کې د اهل تشیع قومي مشرانو او ځوانانو له لوري د اسلامي امارت خپلواکۍ دویمه کلیزه نمانځل شوې.
په دغه نمانځغونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، دولتي مسئولینو، د اهل تشیع دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
قومي مشرانو، اسلامي نظام د الله ج له لوري پیرزوینه بللې او د هزاره قومونو په استازیتوب یې د اسلامي امارت څخه ملاتړ او د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړی.
مفتي شفیع الله ثاقب د اسلامي ارشاداتو پر بنا ګډونوال یووالي او یو بل منلو ته را بللي او راغلیو مشرانو څخه یې غوښتنه کړې، چې د غرب د تبلیغاتو پر وړاندې دې فکري مبارزه وکړي او خپل ځوانان دي د هېواد ښېرازه کولو مبارزې او کوښښ ته وهڅوي.