ملا برادر اخوند: نړیوال د افغانستان په اقتصادي پرمختګ قانع دي
د اسلامي امارت اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه پرون د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان بانک د غونډو په تالار کې ترسره او په بانکي سکټور کې د شته ستونزو د لهمنځه وړلو په اړه خبرې اترې وشوې.
د اسلامي امارت اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه پرون د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان بانک د غونډو په تالار کې ترسره او په بانکي سکټور کې د شته ستونزو د لهمنځه وړلو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دغه غونډه کې چې مشري یې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند کوله د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک عمومي سرپرست رییس ملا هدایتالله بدري او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو استازو شتون درلود.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال یادې غونډې ته
د خبرو پر مهال د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې د بانکي سکټور رول ارزښتناک یاد کړی او ویلي يي دي؛ هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کول د بانکي سکټور په وده او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
ملا برادر اخوند هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه اخیستي او په دې برخه کې پوره ژمنتیا او اوږدمهاله پلانونه لري.
نوموړي د بېلګې په ډول هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرول، د انفلاسیون کنټرول، د کانونو قانوني ویستنه، د کرنیز سکټور معیاري کول، د اوبو مدیریت، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته د زمینې او شرایطو برابرول او یو شمېر نورو برخو ته اشاره کړې او ویلي يي دي؛ د داسې لوی هدف ترلاسه کول یوازې د حکومت له لوري ستونزمن کار دی.
برادر اخوند دغه موخې ته د رسېدو په برخه کې د مجوزو بانکونو سهمدارانو، ملي سوداګرو او پانګوالو همغږي او همکاري مهمه بللې او له هغوی یې غوښتي، چې په دغه برخه کې له اسلامي امارت سره پوره همکاري وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د مجوزو بانکونو سهمداران هېواد ته رابللي او له هغوی یې غوښتي، څو د خپلو بانکونو چارې په ښه ډول مدیریت او د هېواد د بانکي سکټور په پرمختګ کې ونډه واخلي.
نوموړي د اسلامي امارت په استازیتوب دوی ته ډاډ ورکړی، چې ټولو ستونزو ته به یې د قانون په چوکاټ کې په ښه ډول رسېدنه وشي.
د غونډې په پای کې ملا برادر اخوند د مالي ثبات کمېټې غونډه مهمه بللې او هیله یې ښودلې، چې د دغو غونډو دوام به د هېواد د آبادۍ او په ځانګړې توګه د بانکي سکټور د ستونزو په هوارولو کې ګټور تمام شي.