گزارش

کارپوهان:برياليتوب ته د فلسطينيانو د رسېدو لپاره د اسلامي هېوادونو ملاتړ اړين دی

پرغزه د اسرائيلوهوايي بمبارۍ او ځمکنی يرغل د زرهاوو فلسطينيانو د مرګ ژوبلې او د ښارد ورانېدو لامل شوی دی.درې اوونۍ کېږي،چې جګړه دوام لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره جګړه تودېږي.امريکا هم د اسرائيلو پلوي ده او پرفلسطينيانو بمبارۍ کوي.دغه هېواد د هرې ورځې په تېرېډو سره په دغه سيمه کې خپل ځواکونه غښتلي او زياتوي.امريکاته په کاروه،چې د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ د روغې جوړې پر رواستلو کاروکړی ،خو له بده مرغه،چې د اسرائيلو ملاتړ ته يې ملا وتړله او دجګړې اور يې لا تازه کړ.پر غزه تيل،ګاز،اوبه،برېښنا،انترنت او نور د اړتياوړ توکي بند شوي دي.د ملګرو ملتونو سازمان مرستې د جګړې د زور اوقوت له امله غزې ته ونه رسېدې،چې خلک له لوږې وژغورل شي.د فلسطين د حماس د مجاهدینو او د اسرائيلو ترمنځ جګړې ته په کتو سره زموږ خبريال د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د تاريخ انسټيټوت له غړي تاريخپوه دوکتور محمد شريف ځدران، سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پرغزه د اسرائيلوهوايي بمبارۍ او ځمکنی يرغل د زرهاوو فلسطينيانو د مرګ ژوبلې او د ښارد ورانېدو لامل شوی دی.درې اوونۍ کېږي،چې جګړه دوام لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره جګړه تودېږي.امريکا هم د اسرائيلو پلوي ده او پرفلسطينيانو بمبارۍ کوي.دغه هېواد د هرې ورځې په تېرېډو سره په دغه سيمه کې خپل ځواکونه غښتلي او زياتوي.امريکاته په کاروه،چې د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ د روغې جوړې پر رواستلو کاروکړی ،خو له بده مرغه،چې د اسرائيلو ملاتړ ته يې ملا وتړله او دجګړې اور يې لا تازه کړ.پر غزه تيل،ګاز،اوبه،برېښنا،انترنت او نور د اړتياوړ توکي بند شوي دي.د ملګرو ملتونو سازمان مرستې د جګړې د زور اوقوت له امله غزې ته ونه رسېدې،چې خلک له لوږې وژغورل شي.د فلسطين د حماس د مجاهدینو او د اسرائيلو ترمنځ جګړې ته په کتو سره زموږ خبريال د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د تاريخ انسټيټوت له غړي تاريخپوه دوکتور محمد شريف ځدران، سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پوښتنه:د فلسطين پرغزه د هوايي بمباريو او ځمکنيو يرغلونو څخه کابو درې اوونۍ کېږي،په زرهاوو فلسطينيان شهیدان او کورونه يې وران شوي دي.ستا له انده ولې اسرائيل په داسې وژونکو عملونو لاس پورې کړی دی؟

ځواب:له هرڅه نه مخکې پرفلسطينيانو د اسرائيل هوايي بمبارۍ او ځمکنی يرغل په سختو ټکو غندم.اسلامي نړۍ ته بلنه ورکوم،چې د فلسطين د خلکو ترڅنګ ودرېږي،لوی قدرتونه لکه امريکا،انګليس او فرانسه دې ته مجبورکړي،چې په خپل لاس جوړشوی غلام اسرائيل دې ته مجبورکړي،چې جګړه ودروي او يوه اوږده اوربند ته غاړه کېږدي،چې د فلسطين مسئله د سولې او خبرو له لارې حل شي.نړۍ د دې شاهده ده،چې په ۱۹۴۷ او۱۹۴۸ کلونو کې برتانوي ښکېلاک او استعمار د فلسطين خاوره اشغال کړې وه او وروسته يې دغه نيول شوې خاوره د نړۍ يهودو ته وسپارله او د نړې له بېلابېلو کونجونو څخه يهود راغلل او ځایپرځای يې کړل.وروسته يې ورته حکومت، پوځ او اقتصاد جوړکړ.له اويا کلونو راهيسې د فلسطينيانو وژنه روانه ده.اسرائيل د دوی کورونه ورانوي او سيمې يې اشغال کوي. سربېره پردې د فلسطينيانو پر نيول شويو خاورو نوي ښارګوټي جوړوي.په دې کارسره فلسطينيان دې ته مجبوروي،چې له خپلې پلرنۍ خاورې نورو سيمو او ملکونو ته مهاجرت وکړي.اسرائيل يو کوچنی قوم او حکومت د عربو په خاوره کې دی؛خو له دغه حکومت سره امريکا،انګليس،ټوله اروپا او ناټو ورسره ولاړ دي. پرفلسطين د اسرائيلو وروستنی تيری تائيدوي.دغه دولتونه په خپلو پرېکړو کې دا مني،چې اسرائيل له خپلې خاورې د دفاع حق لري؛خو په خپلو پرېکړو کې دانه وايي،چې له اويا کلونو راهيسې،چې د فلسطينيانو خاوره اشغال شوې، خوشې دې شي.فلسطين ته دې خپله خاوره ورکړل شي،چې د خپلواک دولت په توګه راپورته شي ؛خو د دغې نظريې پيروي نه کوي.دوی د دې نظريې پيروي کوي،چې حماس مجاهدینو پراسرائيلو بريد وکړ او دا يو تروريستې ګروپ دی.حماس يو تروريستې ګروپ نه؛ بلکې دا يو آزادي بخښونکی غورځنګ دی،چې له څه باندې اويا کلونو راهيسې د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره مبارزه کوي.فلسطينيانو په مختلفو نومونود خپلې خاورې د آزادولو لپاره مبارزه کړې او قربانۍ يې ورکړي دي.اوس هم د حماس ترمشرۍ لاندې فلسطينيان د خپلې خاورې د آزادولو لپاره مبارزه پرمخ بيايي؛نو موږ يې ملاتړ کوو او ټولې اسلامي نړۍ ته په کار دي،چې د فلسطينيانو ترڅنګ ودرېږي.فلسطينيانو ته بايد خپله خاوره وسپارل شي او سربېره پردې ورته د دولت او حکومت د جوړولو حق ورکړل شي.د اسرائيلو ترڅنګ د خپلواک فلسطين دولت بايد منځ ته راشي او خلک يې هم د ښه او هوسا ژوند حق ترلاسه کړي.

پوښتنه:د اسرائيل او فلسطين ترمنځ تېرو پېښواو دښمنۍ ته په کتوسره د خپلواک فلسطين دولت منځته راتلو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي،چې د تل لپاره د دواړو دولتونو ترمنځ کړکېچ او دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.ستا له انده دغه کړنلاره څنګه ده؟

ځواب:زما له انده د فلسطين خلکو د اويا کلونو په اوږدو کې ډېرې قربانۍ ورکړي او تراوسه پورې دغه قربانۍ لاپسې دوام لري؛خو هغوی يوازې دي.د اسرائيل ترڅنګ امريکا،انګليس او ټول

لوديځ هېوادونه ولاړ دي.ملاتړيې کوي،وسلې،په ميليارډونو ډالر ورکوي او سربېره پردې له مالي او نظامي پلوه يې سمبال او تمويلوي.په نړيوال ډګرکې د اسرائيل له پاليسۍ څخه ملاتړ کېږي، فلسطينيان يوازې دي؛نوځکه د فلسطينيانو برحقه مبارزه بري ته نه ده رسېدلې. پر اسلامي هېوادونو غږ کووم،چې د فلسطين د ولس ترڅنګ ودرېږي او د دې ترڅنګ پرهغو ملکونو هم غږ کووم،چې انساني کرامت ته درناوی لري و او ځانونه انسان وګني او آزادۍ ته درناوی وکړی.بايد د فلسطينيانو ترڅنګ ودرېږي او ورسره نظامي،اقتصادي مرستې وکړي،چې خپلو حقه حقونو ته ورسېږي.د فلسطينيانو حقه حقونه دادي،چې خاوره يې بېرته دوی ته وسپارل شي او اشغال پای ومومي او خپلواک د فلسطين دولت منځ ته راشي.اسلامي او غيراسلامي نړۍ يې په رسميت وپېژني،چې په خپلواکه توګه هوسا ژوند وکړای شي.زه بيا هم خپله خبره کوم،چې فلسطينيان تر هغو پورې پراسرائيلو بريالي کېدلی نه شي،چې د اسلامي هېوادونو له پوځي او اقتصادي ملاتړڅخه برخمن شوي نه وي.سربېره پردې هغه غيراسلامي هېوادونه،چې د بشردوستۍ او بشري حقونه غږيې پورته کړی د فلسطينيانو ترڅنګ بايدودرېږي.

پوښتنه:روسيې،چين او ايران خپل ملاتړد اسرائيل پرضد د فلسطين د ولس له مبارزې اعلان کړی دی.دغه ملاتړ په عمل کې څومره پلی کېدونکی دی؟

ځواب:زماله انده مطبوعات،چې په نړيواله کچه خبرې کوي په تېره بيا لوديځ مطبوعات په ډاګه وايي،ايران د حماس د مجاهدینو ملاتړاو په نيغه ترې دفاع کوي.همدارنګه د فلسطين په مسئله کې د روسيې او چين د هېوادونو لاس شريک بولي؛خو زه دا وايم که چېرې دغه هېوادونه له فلسطينيانو سره ولاړ نه وي،اړينه ده،چې د فلسطين په غميزه او داعيه کې خپل حق پرځای او ادا کړي؛ځکه په فلسطين کې په سلهاوو زره انسانان قرباني ورکوي او دوی د خپلواکۍ قربانيان بلل کېږي.له همدې کبله ايران،افغانستان،چين او روسيه دې د فلسطين له خلکو ملاتړ وکړي،چې واک ته ورسېږي.چين،روسيه،امريکا او انګليس د نړۍ په سطحه سيالي کوي.په روانو جګړوکې ښکيل دي،نو ځکه اسلامي هېوادونو کې جګړې،کړکېچونه،ناخوالې او ستونزې شتون لري.

نوري – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *