افغانستان

په سالنګ کې د نږدې ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید توربین  نصب شو

د  سالنګونو د لوی تونل، ګالریو او برنډو د روښانه کولو په موخه په شمالي سالنګ کې پر بهېدونکو اوبو د برېښنا یوتوربین نصب شو، چې د مسؤلینو په وینا د نږدې ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د  سالنګونو د لوی تونل، ګالریو او برنډو د روښانه کولو په موخه په شمالي سالنګ کې پر بهېدونکو اوبو د برېښنا یوتوربین نصب شو، چې د مسؤلینو په وینا د نږدې ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي وویل چې دغه توربین د سالنګونو د ساتنې ریاست له لوري په شمالي سالنګ کې نصب شوی، چې له ۳۰۰   څخه تر ۴۵۰ کیلو واټه د برېښنا د تولید وړتیا لري او له ۱۳سایټو څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې به د دې توربین له برېښنا څخه ګټه پورته شي.

مجیدي زیاته کړه، چې د دې توربین په نصب او تنظیم یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې به هر کال د سالنګونو د روښانه کولو لپاره ۴۰ میلیونه افغانۍ د برېښنا د تولیدي ماشینونو  په  تېلو او ترمیم لګښت راته.

د یادولو وړ ده، چې یاد توربین ته د اوبو په راتاوولو کې له هغو کانکریټي تیږو یا سلبونو څخه ګټل اخیستل شوې، چې روسانو سالنګ ته څېرمه سیمو کې د پلونو او اوبو د مخنیوي په برخه کې کلونه وړاندې کارولي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *