افغانستان
په فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني حل شوه
د فراه د پشترود ولسوالي د کندر کلي اړوند د (سيد محمد او عبدالرحیم) کورنيو ترمنځ د محمد تورجان د وژل کېدو پر سر راپورته شوې ۲۰ کلنې دښمنۍ ته، د دې ولايت د والي ملا نور محمد روحاني،
د فراه د پشترود ولسوالي د کندر کلي اړوند د (سيد محمد او عبدالرحیم) کورنيو ترمنځ د محمد تورجان د وژل کېدو پر سر راپورته شوې ۲۰ کلنې دښمنۍ ته، د دې ولايت د والي ملا نور محمد روحاني، مرستیال والي مولوي عبدالکريم جهاديار، د امربالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم، ګڼو مسؤلينو، علماوو او قومي مخورو په منځګړيتوب د پای ټکی کېښودل شو او د سولې په يوه ټغر سره کښيناستل. ناستې ته د یو شمېر ویناوالو له سولیزو او اصلاحي خبرو وروسته د فراه ولایت د استناف محمکې رییس مولوي محمد ګل صیاد د یولړ اړینو موضوعاتو د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله د لارښوونو پر بنسټ دې ته هڅول شوي یو، چې په خپلو منځونو کې سوله، یووالی او خواخوږي ولرو»