افغانستان

د ایران او افغانستان اقتصادي پلاوي ترمنځ غونډه شوې

د ایران اقتصادي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د اقتصادی پلاوي سره د اقتصادی خبرواترو دوه اړخیزه غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال مولوی قدرت الله جمال، کابل کښې د افغانستان لپاره د ایران اسلامی جمهوریت ځانګړي استازی او سفیر حسن کاظمي قمي، ایران کې د خراسان رضوی ولایت والي سردار علي نظري او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزرات لخوا په کابل کې شوې . د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي   چې له ایران سره لا زیاتې اقتصادي اړیکې ولري.

نوموړي له ایراني چارواکو غوښتي، چې د اقتصادي ودې په برخه کې د ایران تجربې شریکې کړي.

مولوی قدرت الله جمال ویلي؛ ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی، اسلامی امارت د ټرانزیټ، اقتصاد او صنعت په برخو کې همکاري غواړي.

نوموړې زیاته کړې، چې اسلامی امارت به ایراني سوداګرو ته د پانګونې لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي حسن کاظمي قمي ویلي، تهران د افغانستان له خلکو سره ولاړ او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو ظرفیتونه په اقتصادي ډګر کې شریک دي او کولای شي د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې لا زیات متقابل تعامل ولري.

ښاغلي قمي څرګنده کړې، چې د ایران د سوداګرو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته راغلی او په پام کې ده چې په ګډه کارونه رامنځته کړی.

د ایران سفیر او ځانګړي استازي ویلي، د چابهار بندر د فعالولو موضوع د یو مهم بندر په توګه چې افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي، د ایران له کاري لومړیتوبونو څخه دی.

د خراسان رضوي والي ویلي؛ افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي د سفر موخه د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او کرنې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خراسان ولایت د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره هر راز اسانتیاوي لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند له ایراني پلاوي غوښتي، چې افغانستان ته د چابهار په بندر کې د پانګونې لپاره د هڅونې بسته برابره کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *