گزارش

په کندهار کې افغاني جامې ګرم بازار لري

ګنډ افغاني د هېواد نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم اوږده مخنیه لري او سلګونه خلکو ته د ګټې وټې او کارو بار وسیله هم ده.

ګنډ افغاني د هېواد نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم اوږده مخنیه لري او سلګونه خلکو ته د ګټې وټې او کارو بار وسیله هم ده.

سربېره پر دې دغه جامې ډېر مینه‌وال لري او ان له هېواده بهر هم د پلور له‌پاره استول کېږي او په بهر کې مېشت افغانان یې په ځانګړو فرهنګي او دودیزو مراسمو کې اغوندي.

رابعه همراز په کندهار کې د افغاني ګنډ د جوړولو یوه بشپړه کارخونه لري چې د دوو لوڼو ترڅنګ یې د کلي څو نورې مېرمنې هم ورسره په کار بوختي دي او جامې جوړوي.

د همراز د معلوماتو پر بنسټ افغاني جامې یا ګنډ افغاني په معمول ډول په درېیو بڼو جوړېږي چې د کیفیت او نرخونو په لحاظ هم بیا له یو بله توپیر لري.

«دا کالي خو څو ډوله جوړیږي چي ځینې يې ډېر کم مصرف لري، خو هغه کالي چې زیات کار يې په لاس سره ترسره کېږي، یوه جوړه په څلور- پنځه ورځو کې جوړیږي چې هغه بیا زيات قیمت هم لري.»

محمد غني بیا په کندهار ښار کې د ګنډ افغاني پلورنځی لري. نوموړی وايي چې افغاني جامې نه‌یوازې په هېواد کې دننه مینه‌وال لري، بلکې په بهر کې مېشت افغانان یې په انلاین بڼه پېري.

«زما کار ټول انلاین دی، ټول هغه کسان چې په کاناډا، امریکا او لندن کې دي، له ما څخه دغه کالي په انلاین بڼه رانیسي. نه‌یوازې افغانان، بلکې پاکستانیان او هندوستانيان هم دغه کالي رانیسي او خوښوي يې.»

ګنډ افغاني تر ډېره د لاس خواري غواړي او له همدې کبله ده چې یو شمېر دکانداران بیا د دغو جامو د خامو توکو کاروبار کوي. محمد کریم رحیمي چې د افغاني جامو د خامو توکو دکان لري، وايي چې دغه جامې خپل ارزښت او هویت لري.

«ارزښت یې دا دی چې دا زموږ د خپل وطن توليد دی او په خپل لاس يې ښځې جوړوي.»

ښځینه فعاله لطیفه رحیمي بیا وايي چې ګنډ افغاني ډېرۍ وخت نجونې د خوښۍ په محفلونو کې اغوندې. د نوموړې په خبره دغه جامې د افغانانو هویتي او کلتوري ارزښت دی.

«اوس چې زه هرې ښادۍ یا هم واده ته تللې يم وينم چې نجونې تر بل هر وخت ډېر افغاني کالي اغوندي او ډېر ښه خوند هم ورسره کوي.»

بل لور ته حکومتي چارواکي وايي چې د افغاني تولیداتو او لاسي صنایعو له‌پاره د هېواد په دننه او بهر کې د بازارموندنې هڅه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، وزارت په دې هڅه کې دی چې د ښځو لاسي صنایع په خاص ډول افغاني جامو د پلور له‌پاره انلاین بازار جوړ کړي.

«موږ د کندهارۍ مېرمنو هغه ابتکار چې افغاني کالي په کورونو کې جوړوي او بیا يې په بازار کې خرڅوي او له دې بازار څخه بهرنيو هېوادونو ته استول کېږي ستايو او ملاتړ يې کوو. موږ هم په دې هڅه کې یو چې یو انلاین فروشګاه د ښځو لاسي صنایعو ته جوړه کړو.»

د یادولو وړ ده چې ګنډ افغاني په ځانګړي ظرافت جوړېږي او بېلابېل رنګونه په کې کارول کېږي. په کندهار بازار کې د دغو جامو بیه له ۴تر۷زره افغانۍ او د کابل په بازارونو کې له ۴تر ۱۵زره افغانۍ ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *