د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت: په هالنډ کې د افغانستان له سفارت سره په تعامل چارې مخته وړي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په هالنډ کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه له دوی سره همغږي کوي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په هالنډ کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه له دوی سره همغږي کوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد په هالنډ کې د افغانستان له سفارت سره د دغه وزارت تعامل ته په اشارې ویلي چې دا سفارت به د هېواد اتباعو ته قونسلي خدمات وړاندې کوي.
دغه راز، په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو ادعا تایید کړې او ویلي یې دي چې د قونسلي د خدمتونو د وړاندې کولو او د دغه دفتر د اړیکو په اړه یې په خپله رسمي اکس پاڼه کې اعلان کړی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه کې
د دې اعلامیې په خپرولو
سره ویلي چې دا سفارت د هېوادوالو د ستونزو د حل او قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکه نیسي او قونسلګري اسناد د معمول په څېر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کېږي.