اخبارافغانستان

د کتاب نړیواله ورځ؛ «د کتاب لوستو دود عامولو لپاره دې هڅې ډېرې شي»

انیس: د ملګرو ملتونو فرهنګي، علمي او روزنیز بنسټ یونېسکو د اپرېل ۲۳مه د کتاب د نړیواله ورځ بللې، چې دا وخت د نړۍ په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې دا ورځ نمانځل کېږي. د کتاب نړیوالې ورځې په تړاو لیکوالان، کتاب پلورونکي او د کتاب لوستو مینوال د مطالعې دود عامولو لپاره په ګډه کار کوي او د کتاب لوستو ته د خلکو د هڅولو لپاره پروګرامونه جوړوي. په افغانستان کې په رسمي ډول اړوندو دولتي ادارو او په غیر رسمي ډول شخصي بنسټونو او خپرندویه ټولنو د سږ کال کتاب نړیوالې ورځې د درناوي په پار ځانګړې چارې په نظر کې نیولې وې. اکسوس کتاب پلورنځي د دې ورځې د درنې ګڼلو په موخه خپلو اخیستونکو او د کتاب مینوالو ته ځانګړی تخفیف په نظر کې نیولی و. د اکسوس د فرهنګي کمېټې مسئول صفي الله ناصري انیس ورځپاڼې ته وویل، چې له دغې چارې یې موخه ډېرو خلکو ته په ارزانه بیه د کتاب رسېدو فرصت برابرول او له دې فرهنګي هڅې ملاتړ کول دي. د کتاب لوستو دود عامېدو او کتاب پېرودلو د بازار په اړه ښاغلي ناصري وویل: «کال په کال د کتاب  اخیستو بازار ښه کېږي، ځکه چې د سواد کچه لوړه ځي او په دې سره د کتاب لوستونکي ډېرېږي. خو د ډېرو اقتصادي ستونزو له وجهې ځینې کسان نشي کولی چې زیات کتابونه واخلي نو دغسې مناسبتو سره ځینې بنسټونه تخفیف ورکوي څو زیات خلک په ارزانه بیه کتابونه واخلي، اکسوس هم په همدې موخه دا ګام اوچت کړی دی». ځینې پوهان او په فزیکي بڼه د کتاب لوستو پلويان اندېښنه څرګندوي، چې ورځ په ورځ د ټکنالوجۍ پرمختګ او انټرنیټي اسانتیاوې به په ګټوره توګه د مطالعې چارې ټپې او له خنډې سره مخ کړي. پر مطالعې، انټرنیټ ته د لاسرسي اسانتیا او ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو د بوختیا د اغېزو په اړه د اکسوس د فرهنګي کمېټې مسئول وویل، چې که هر ډول بدلونونه راځي کتاب خپل ځای له لاسه نه ورکوي او په خبره یې «یوازې بڼه به یې له فزیکي ډیجټل ته واوړي، که کتاب په فزیکي ډول چاپېږي ډېر زحمت غواړي خو ډیجیټل هغومره کار نه غواړي د کاغذ د لګېدو له وجهې طبیعت ته هم زیان نه اړوي.. د فروش چاره یې هم چټکه وي، دا اوس په امریکا کې په ورځني ډول میلیونونه کتابونه خرڅېږي». خو د نوموړي په وینا، دا په خپله په شخص پورې هم اړه لري چې څنګه کولی شي انټرنیټ او ټکنالوجي څنګه د ځان په ګټه وکاروي. هغه څرګنده کړه، چې د کتاب لوستو او له کتابه د ملاتړ لپاره اړتیا لېدل کېږي چې دولت په دې برخه کې خپل مسئولیت تر سره کړي او د عامه کتابتونونو د غني کولو لپاره په کلني ډول ګڼ شمېر کتابونه وپېري، چې په وینا یې په دې سره به د کتاب لوستو دود عامولو تر څنګ د خپرندویه ادارو او لیکوالانو ملاتړ هم شوی وي. هغه دغه راز وویل، چې یوازې د اپرېل ۲۳مې باندې د تکیې پر ځای باید د کتاب لوستو دود عامولو لپاره پلمې ډېرې شي. حامدي واحدي هم انیس ورځپاڼې سره د کتاب نړیوالې ورځې په تړاو خبرو کې وویل، چې یوازې یوه ورځ نه بلکې هره ورځ کتاب نمانځل پکار دي او د خلکو د پوهې کچې لوړولو لپاره په دوامداره او منظمه بڼه د کتاب لوستو دود تقویه شي. حامد واحدي هغه څوک دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د «کلي عامه کتابتون» په نوم یو پروګرام لري او د هېواد په مختلفو ولایتونو او سیمو کې په وړیا ډول د کتاب مینوالو ته د مطالعې لپاره کتابونه په واک کې ورکوي. د هغه په وینا، دی او ملګري یې له کوم امتیاز پرته د خپلو رسمي دندو تر څنګ په رضاکار ډول خپلو خلکو ته د خدمت لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو ته کتابونه رسوي. ښاغلی واحدي وايي، چې تر اوسه یې په خپل شخصي لګښت د هېواد په مختلفو کلیوالو سیمو کې ۳۰ عامه کتابتونونه جوړ کړي دي. ده وویل، چې په دغې موده کې یې شاوخوا ۶۰ زره لوستونکي او د کتاب مینوال ورسره ثبت کړي دي. د هغه په باور، د خلکو د پوهې لوړولو تر څنګ د ځینو چارو تر سره کولو لپاره باید یوازې په حکومت تکیه و نکړو، بلکې په خپل لاسونه ورکړو او د خپل ولس د پرمختیا او هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړو. کارپوهان وایي چې له کوچني عمره له انسان سره د کتابونو لوستل د هغوی مغزو ته وده ورکوي. د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د وروستي کال محصل سید اکبر وویل، چې د دې لپاره په کور کې د وړوکي کتابتون لرل خورا اړین دي او زیاته یې کړه، چې ماشومان په ښه او بدو له پوهېدو سره سم له کتابونو سره بلدېږي او دا په کورنۍ کې د لوستو کسانو مسئولیت دی، چې کتاب لوستو ته د راتلونکي نسل د هڅولو په پار په کور کې کتابتون ولري. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په هېواد کې پر اقتصادي ستونزو سربېره  له ژورو سیاسي بدلونونو سره سره لا هم د کتاب لوستنې دود پر خپل ځای او د غوړېدو په حال کې دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *