اسلامی

امر بالمعروف؛ د دې امت دنده ده

امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دې اُمت دنده او وظیفه ده، الله ﷻ وايي: «وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ» ژباړه:( او ستاسو منځ کې دې یو داسې ټولی وي، چې وګړي (خلک) د نیکي لور ته رابولي او خلکو ته د نېکۍ تلقین کوي او له بدۍ یې ایساروي. دا داسې خلک دي چې نجات موندونکي دي) . [سورة آل عمران:۱۰۴ آیه]

لیکنه: محمدعلي عظمت

امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دې اُمت دنده او وظیفه ده، الله ﷻ وايي: «وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ» ژباړه:( او ستاسو منځ کې دې یو داسې ټولی وي، چې وګړي (خلک) د نیکي لور ته رابولي او خلکو ته د نېکۍ تلقین کوي او له بدۍ یې ایساروي. دا داسې خلک دي چې نجات موندونکي دي) . [سورة آل عمران:۱۰۴ آیه] ډېری سیکولران امر بالمعروف او نهي عن المنکر یوه ټوکه او مسخره (ملنډه) بولي یعنی ورپورې خاندي، ولې الله ﷻ دا د مسلمانانو دنده ګرځولې ده. همداشان ډېر مسلمانان چې په دې اړه بشپړ یا لږ معلومات هم نه لري، هغوی هم د کافرانو (د اسلام دښمنانو) خبرې ورسره بدرګه کوي او په یاد کار (امربالمعروف او نهي عن المنکر) پورې خاندي او بد رد وايي!

د دین دښمنان چې هر څه وايي، وايي به یې، زمونږ غوره والی او فضیلت په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې نغښتی دي، الله تعالی وايي: « كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ » ژباړه: ( [اې مسلمانانو!] تاسو هغه غوره امت یاست چې د خلکو د ګټې لپاره رابرسېره کړل شوي یئ، تاسو د نېکۍ امر کوئ او له بدۍ خلک ایساروئ او په الله ﷻ ایمان لرئ. [سورة آل عمران۱۱۰ آيت] امر بالمعروف او نهي عن المنکر زمونږ وظیفه او فریضه ده، باید د دې کار لپاره لاندې شرایط او ضوابط په نظر کې ونیول شي:

لومړی: په کوم شي چې امر کوي یا یې ترې ایساروي، باید هغه شخص د هغه عمل او کار په اړه د شریعت مطابق معلومات ولري. د خپل ذوق او عادت پر اساس یې (امر یا منع) نه وي. الله ﷻ وايي: «  فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ» ژباړه:( نو د دې خلکو ترمنځ د هغه مطابق فیصله وکړه چې الله ﷻ رالېږلې او کومه خبره چې تا ته راغلې، هغه مه پرېږده، چې د دوی په غوښتنو پسې لاړ شي) . [سورة مائده: ۴۸ آیت]

دویم: امر کوونکی یا ایسارونکی باید د هغه شخص په حالت پوه وي، چې آيا دا کس د امر یا نهي وړ دی که نه دی، مکلف دی که نه؟

دریم: چا ته چې امر کېږي، امر کوونکی باید د هغه له عمله ځان خبر کړي چې آيا هغه دا عمل کړی، که نه؟ لکه یو سړی جومات ته راغی او د امر کوونکي شک شو چې ده تحیة المسجد لمونځ اداء کړ، که نه؟ نو باید له هغه پوښتنه وشي. (له مسؤلو او مقتدرو اشخاصو پرته بل څوک داسې نه شي کولی).

څلورم: امر کوونکی او ایسارونکی به په خپل کار او دنده کې پوره واک او ځواک لري چې په دې کار سره زیان او ضرر ورته و نه رسېږي، که تکلیف او ازار ورته رسېږي، نو بیا امر بالمعروف او نهي عن المنکر ورباندې واجب نه دي. (دا په فردي حالت کې دي) که په دې حالت کې هم په ازار او ضرر صبر کولی شي، نو بیا دا غوره او بهتر دی. ټول واجب اعمال الله ﷻ په توان او طاقت پورې منحصر کړي، الله عزوجل وايي: «فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ مَا ٱسْتَطَعْتُمْ» ژباړه: ( نو له الله ﷻ څخه وډار شئ، څومره مو چې توان وي). [سورة التغابن: ۱۶ آیت]. همداشان الله ﷻ بل ځای ویلي: « لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ» ژباړه:  (نو له الله ﷻ هیچا ته هم د هغه له وسه زیاته ذمه واري نه سپاري. [سورة البقرة ۲۸۶ آیت]

ولې که امر بالمعروف د جهاد له جنسه و، نو هغه مهال به امر کول او یا نهي کول نه پریږدي، لکه په سُنتو امر کول او بدعت او ناروا څخه ایسارول، نو دلته هر څه زغمل په کار دي، اما دا د حکومت او امارت کار دی.

پينځم: د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د نه کولو په پایله کې لوی فساد او ناروا رامنځ ته نه شي. د یو منکر لرې کولو په پایله کې څلور حالاته احتمال لري:

۱ ـ چې د منکر له منځه تلل ممکن وي، دلته یې منع کول واجب دي.

۲ ـ چې منکر او ناروا بشپړ نه ختمېږي، بلکې لږ کمېږي؛ نو دا مهال یې هم ایسارول واجب دي.

۳ ـ که د دې منکر او ناروا د منع کولو په صورت کې بل منکر راځي، نو بیا په دې صورت کې د علماؤ اختلاف دی.

۴ ـ او که د یوه منکر د ایسارولو په مقابل کې له هغه ستر منکر او ناروا رامنځته کېږي، نو بیا د لومړي منکر ایسارول نه دي په کار، لکه یو شخص دې له نسوارو ایسار کړ، ولې هغه لمونځ کول پرېښودل.

شپږم شرط: امرکوونکی او یا ایسارونکی چې د کوم کار کولو او نه کولو وايي، باید دده وینا او عمل سره یو شان وي، هسې نه چې دا آيت ورباندې تطبیق شي: « أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلا تَعْقِلُونَ» ژباړه:  (آيا تاسو (نورو) خلکو ته د نېکۍ حکم کوئ او خپل ځانونه مو هېر کړي؟ په داسې حال کې چې تاسو کتاب هم لولئ، نو آيا تاسو نه پوهېږئ؟) [سورة البقرة ۴۴]

که یو امر کوونکی خپله لمونځ نه کوي، بیا بل ته د لمانځه اداء کولو نه شي ویلی او یا ایسارونکی خپله شراب څښي یا بل ناوړه کار کوي، نو دی هم نور له شرابو څښلو او ناوړه کار کولو نه شي ایسارولی.

لا تنه عن خلق وتأتي مثله

عار علیک اذا فعلت عظیم

ژباړه: ته بل شخص له ناوړه کاره مه ایساروه، چې ته خپله هغه کوې. دا ډېره د عار او شرم خبره ده.

دا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر څو شرطونه وو، البته ځينو په فردي دعوت پورې اړه لرله او بعضې په حکومتي چوکات پورې تړلي وو، اما د امارت او حکومت چارواکي توان او طاقت لري او په هر څه کې مختار او بشپړ واکمن وي. زمونږ د ګران ټاټوبي واک اوس له عالمې او علم ته منسوبې طبقې سره دی، د کفري نړۍ له ګواښونو او ستونزو ایجادولو سره سره یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابینې په چوکاټ کې ور زیات کړ، چې د هغه (وزارت) له پاره یې قانون او لایحې هم ترتیب کړي او مسؤلین یې هم ورته ټاکلي، چې دا یو ډېر غوره کار دی؛ ځکه د ګران هېواد د ډېری نارینه او ښځینه، واړه او مشران دعوت او تبلیغ ته ضرورت لري، په دې وطن کې د اسلامي امارت له لومړۍ دورې او اوسنیو دوو کلونو پرته (۴۵) کاله د اسلام خلاف تبلیغ او پروپاګنده شوې ده، د وګړيو اذهان خراب شوي دي، د پردیو (کافرانو) ناروا دودونه او رسمونه، کلتورونه او ارزښتونه پېژني، ښه په یې عملي کوي، لکه: نوروز لمانځل، کرسمس تجلیلول، ویلنټاین په عاشقانه موډ سره تېرول او نور، ولې له خپلو اسلامي احکامو او ارزښتونو څخه ناخبره دي.

یاد وزارت ته څو خبرې عرض کوو:

۱ ـ ښوونځيو کې باید د نوموړي وزارت له خوا جید علماء وټاکل شي، چې د ښوونځيو له درسونو پېلېدو مخکې شاګردانو ته دیني مسائل ور وښيي، د سیرت په اړه معلومات ورکړي او د لېسې دورې (۱۰ ـ ۱۱ ـ ۱۲)  ټولګيو زده کوونکو ته له پورته یادو درسونو سره سره د فکري جګړې لوستونه ووايي او د یهودو، نصاراو او نورو کفارو له دسیسو او فریبونو څخه یې خبر کړي (دا مسائل او ستونزې د درسي نصاب په کتابونو نه حل کیږي)

۲ ـ د ښوونکو له پاره د یاد وزارت له خوا د ویښو علماؤ په مرسته سیمینارونه جوړول او هغو ته هم د غزو الفکري (فکري جګړې) په اړه درسونه ور کړي.

۳ ـ په جوماتونو کې د امامانو له لوري د تقسیم اوقات مطابق له سهار او ماخوستن لمنځونو وروسته درسونه پیلول، قرآن ورښوول، تفسیر او حدیث شریف ور زده کول، فقهي مسائل بیانول، سیرت ور ته لوستل او د خلکو سوالونه ځوابول، که له درسه وروسته هغه مهال شونې نه وي، له بل درسه وروسته یې ځوابول.

۴ ـ په کلیو کې د امر بالمعروف مسؤلین ټاکل او د هغوی له لوري په ډېر حکمت سره خلک لمنځونو ته رابلل او مازدیګر مهال غونډو، مجلسونو او د ناستو پاستو ځایونو ته ورتلل او مسلمانان ښو چارو ته رابلل.

۵ ـ د ښځو په دیني مدرسو کې د ښځينه عالمانو له لوري ښځو ته اونیزې او میاشتنۍ غونډې جوړول او له غونډې مخکې د هغې سیمې چاپېریال او محیط سمول، یعنی د هغې سیمې له خواوشا سړې لرې کول، که په مدرسو کې ښځينه عالمانې نه وي، نو بیا هلته د پردې انتظام کول او نارینه سپينږیري عالمان رابلل او د مسلمانانو خویندو پوه کول او د اسلامي امارت پېغام او هدف ورته تشریح کول. ځکه په حدیثو کې ثابته ده چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم صحابیاتو رضی الله عنهن ته ورغلی او یوازې هغوی ته یې د دین تبلیغ کړي دي.

۶ ـ د عامو وګړيو (سپين ږیرو او ځوانانو) له پاره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت په مرسته او همکاري په ولایاتو کې په جوماتونو او مکتبونو کې علمي جلسې او غونډې دایرول.

څو وګړيو ته د اسلام د سپېڅلي دين مزایا او ځانګړتیاوې بیان شي، ځکه بیا هم د (۴۵) کلو په ځانګړي ډول د شل کلن اشغال خبره ده، چې زمونږ له ولس سره ډېره جفاء او ظلم شوی دی. هر اشغالګر د خپلو بړيڅو په واسطه خپل ډول او رباب ورته غږولی دی.

۷ ـ په هر وزارت او ریاست کې په میاشت  کې یو علمي سیمینار جوړول او د خپلو کارکوونکو او مامورینو له پاره غوره دیني مواد راجمع کول او تدریسول؛ ځکه د دوی زیاتره لوړې زده کړې او تحصیلات لري، اما متأسفانه یو تعداد مامورینو له دیني او اسلامي مسائلو سره بلدتیا نه لري، د صلیبیانو له شل کلنو دروغو اوس هم اغېزمن دي او ډېری د ښځو د حقوقو په اړه پوښتنې کوي، باید ځواب شي، ځينې د اختلافي مسائلو په اړه سوالونه لري. او بعضې کله کله د (جمل او صفین) د جګړو په ارتباط پوښتنې کوي یا په خپلو منځو کې ورباندې بحثونه کوي. سره له دې چې د دوی ذهنونه هم نه پرې خلاصېږي، خو دوی ته خپلو مستشرقینو استاذانو ویلي، چې د اصحابانو رضی الله عنهم پر مهال هم د واک او ځواک، قدرت او څوکۍ لپاره جنګونه شوي، حال دا چې هغه جنګونه د دې له پاره نه دي شوي، هغه د تاریخ په سترو کتابونو کې په زور و زېر تشریح شوي. په کار ده چې د یاد وزارت جید علماء د دوی شکوک او شبهات لرې کړي.

۸ ـ د پوهنتونونو د محصلینو له پاره هم په نصاب کې د اسلامي ثقافت شاملول لازمي دي، همداشان د دوی له پاره هم د نوموړي وزارت او اړونده ادارو له خوا په میاشت کې یوه یوه غونډه جوړول اړين دي.

۹ ـ خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو ته هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري د عالمانو او داعیانو ورتلل لازمي دي، ځکه په ځينو خصوصي مراکزو کې د اختلاط او حجاب ستونزې شته او په بعضو کې خو د کاږه ذهن ښوونکی او استاذان لا موجود دي، د هغوی د اذهانو او افکارو تطهیر هم اړین دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن