اجتماعی

د دولتي موټر مصرف تیل که د شهید وینې؟

په زرې لندکروزر، فرونر ، هایلکس ، رینجر او یا هم بل دولتي موټر کې ناست وزیر ، معین ، رئیس ، معاون ، سکرتر ، آمر او مدیر صاحب ، کوم موټر کې چې ته ناست یې دا نه ستا شخصي ملکیت دی او نه هم ستا له جیبه پیسې ورباندې مصرف شوي .

لیکنه : سیدیحی (عمر)

په زرې لندکروزر، فرونر ، هایلکس ، رینجر او یا هم بل دولتي موټر کې ناست وزیر ، معین ، رئیس ، معاون ، سکرتر ، آمر او مدیر صاحب ، کوم موټر کې چې ته ناست یې دا نه ستا شخصي ملکیت دی او نه هم ستا له جیبه پیسې ورباندې مصرف شوي .

دا د هغه شهید وینې دي چې د دې نظام د راتگ لپاره یې قربانۍ ورکړې او خپل گل گل وجودونه یې په سرو لمبو کباب کړل  ، دا بیت المال دی ، دا د دې ملت ، کونډو ، بورو ، یتیمانو ، او مسکینانو حق دی ، دا ستا سره یواځې یو امانت دی .

کله چې موټر ته خیژې فقط یو ځل د شهید شوي زلمي جنتي څهره ذهن ته دروله ، د قربانۍ او ایثار یاد یې را تازه کړه ، بیا نو که په حقیقي توگه په اسلامي روحیه سمبال وي هیڅکله به خیانت ته زړه ښه نه کړې.

نو لازمه ده چې په داسې طریقه یې مصرف کړې تر څو په راتلونکي کې ستا د غاړې طوق نه شي.

دا هر څه د اسلامي شریعت د نفاظ او دوام ، د اسلامي شعائرو په اقامه او احیاء ، جامعه کې د نظم او امنیت په راوستلو او په عمومي مصالحو پورې مربوط ضرورتونو کې مصرف او ولگوه ، نه په شخصي کارونو کې.

په دې مو هم بشپړ یقین او باور دی چې د ذرې ذرې حساب شته او کېږي ، ځکه الله جل جلاله په سُوۡرَة الزّلزَلة کې فرمایي (فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ  وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُۥ)

ژباړه : چا چې يوه ذره قدريې نېکي کړې وي، وبه یې ګوري ٫ او چا چې يوه ذره قدريې بدي کړې وي، وبه یې ګوري.

نوبیا ولې خپل سر گریوانه ته نه ښکته کوو او له ځان سره همدا اوس حساب نه پیل کوو ؟

له خیانت څخه باید ځانونه وساتو ، د دولت او نظام اشیا په احسنه طریقه وکاروو ، د نظام د بقاء لپاره خپله انرژې په کامله توگه مصرف کړو ، ځکه راتگ یې په قربانیو شوی ، نو طبعي ده چې بقاء او ساتنه یې هم قرباني غواړي .

هسې نه په آخرت کې هم د خدای جل جلاله او هم د دې کاروان د ریژیدلو گلانو پر وړاندې  ملامت او خجالت ولاړ وو .

لا ٳله الا ٲنتَ سبحانکَ ٳني کُنت من الظالمین .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *