افغانستان

د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګونو لویې لارې د کار له جریان څخه لیدنه کړې

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمدعسی ثاني، سالنګونو ته سفر کړی او د یادې لویې لارې د کار له جریان څخه یې له نږدې لېدنه وکړه؛ هلته یې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست له مسئولینو او د قراردادي شرکت له استازو سره یې د لیدنې ترڅنګ د سالنګونو لویې لارې د کار غوره کیفیت، چټکتیا او په ټاکلي وخت د کار بشپړولو اړوند لازمې لارښوونې کړي.

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې تر دا مهاله د سالنګونو لویې لارې  د تونل له دننه برخې او ۱۶مې ګالرۍ د کېندلو چارې ترسره شوې دي، چې شاو خوا لس زره متره مکعبه جامد او ۲۵ زره متره مکعبه نیمه جامد توکي له دغې لویې لارې څخه کیندل او ایستل شوې دي.

د سالنګونو لویې لارې کانکریټ اچونه ټول ټال ۸۵.۵ سانتي متره ضخامت لري، چې په لومړۍ طبقه کې د فلترلیر او د زهکشۍ سیستمونه شامل دي او ۴۲ سانتي متره ضخامت لري، دویمه طبقه (CTB) ۱۵ سانتي متره ضخامت لري، درېیمه طبقه یې د سیخ لرونکي کانکریټ په درلودلو سره ۲۸.۸ سانتي متره ضخامت لري او ورستۍ طبقه یې اسفالټ ده، چې دا مهال یې د ټولګټو وزارت له لوري د پلان مطابق کار جریان لري.

د ټولګټو وزارت له لوري د سالنګونو لویه لار، د (۱۴۰۲هـ ش کال د سنبلې په ۱۹) د تونل او ۱۶ مې ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار د چټکتیا په موخه د کانکریټ اچونې کار تر بشپړېدو پورې د هر ډول ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

ټولګتو وزارت له ټولو درنو هیوادوالو او موتر چلونکو څخه غوښتنه کړې، چې د دغه وزارت سره دې همکار واوسي او د سالنګونو لویې لارې د ۱۶ مې ګالرۍ او تونل د کانکریټ اچونې د کار تر بشپړیدو پورې دې له دغه مسیر څخه تګ راتګ نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې کوچنې وسایط کولی شي د ( پنجشیر او بامیانو – دوشي) مسیرونو څخه تګ راتګ وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *