افغانستان
مهترلام ښاروال د تیرګړیو قرارګاه په ساحه کې په عمومي سرک د واش له کارونو څخه لیدنه وکړه
د مهترلام ښاروالۍ رسنیز دفتر باختر اژانس ته وویل.
د مهترلام ښاروالۍ رسنیز دفتر باختر اژانس ته وویل.
مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت چې د ښاروالۍ انجینرانو یې ملتیا کوله د پنځمې ناحيي اړوند د تیرګړیو قرارګاه په ساحه کې په عمومي سرک د واش له کارونو څخه څارنه وکړه.
ښاروال مولوي رحمت الله شهامت له واش څخه د لیدنې موخه د کاریګرو ستونزې اوریدل او هغوی ته د سم کار کولو سپارښتنه یاد کړه.
د واش د پروژې جوړونکي شرکت مشر ډاکټر نور الدین وویل چې د دوی کارونه ډیر ښه روان دي او یاد واش به په مسلکي او میعاري شکل جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت شپه او ورځ د مهترلام ښار د سمسورتیا او نظم لپاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي.