جهان

ایټالیا کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال زيانونه اړولي

په ایټالیا کې د ۶ میاشتو په کچه بارانونه په یوه نیمه ورځ کې اورېدلي، چې له کبله یې ۲۰ سیندونه له خپلو غاړو اوښتي او تر ۱۳ پورې کسان مړه شوي دي.

په ایټالیا کې د ۶ میاشتو په کچه بارانونه په یوه نیمه ورځ کې اورېدلي، چې له کبله یې ۲۰ سیندونه له خپلو غاړو اوښتي او تر ۱۳ پورې کسان مړه شوي دي. د پنجشنبې پر ورځ د دغه هېواد له بولوګنا سیمې تر ۱۱۵ کیلومتره لېرې شمال ختیځ ساحله پورې ټولو سیندونو کې سیلابي څپې روانې وې او د نورو مړو شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي. په سېلاب ځپلو سیمو کې زرګونه خلک له کور، کلي تېښتې ته اړ شوي دي. ۲۸۰ ځایه له غونډیو خاوره ښووېدلې. دا سېلابونه په تېره یوه پېړۍ کې بې ساري دي. تاریخي ښارګوټی لیوګو هم په هغو سیمو کې شامل دی، چې سېلاب ځپلی. د اطفایې کارکوونکو په ځینو سیمو کې د اوبو منځ کې ایسارو کسانو سره مرسته کړې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *