مولوي سیف الرحمن محمدي دخلکو فرهنګ د رئیس په توګه وټاکل شو
نوموړی پرون د دوشنبې ورځ د ۱۴۰۲ هـ. ل کال د چنګاښ په ۱۹ نېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي او یو شمېر رییسانو په شتون کې د خلکو فرهنګ ریاست کار کوونکو ته ور وپیژندل شو.
نوموړی پرون د دوشنبې ورځ د ۱۴۰۲ هـ. ل کال د چنګاښ په ۱۹ نېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي او یو شمېر رییسانو په شتون کې د خلکو فرهنګ ریاست کار کوونکو ته ور وپیژندل شو.
مولوی عتیق الله عزیزی د معرفت په غونډه کې وویل: حافظ مولوي سیف الرحمن محمدي زمونږ د فرهنګي بهیر تکړه او مبارز ملګری دی، له فتحې مخکې یې هم په دې لاره کې ډېرې هلې ځلې کړي او له فتحې وروسته د بامیانو ولایت کې یې کړنې د ستاینې او قدردانۍ وړ دي. دا چې په ادارو کې ادلون بدلون یو اصل دی، په همدې اساس د وزارت مقام اړینه وګڼله چې محمدي د خلکو فرهنګ ریاست ته؛ چې د هېواد په کچه یو مهم ریاست دی؛ د رییس په توګه وټاکي، هغه په خبرو کې وویل: ډاډه یم چې نوی رییس له فرهنګي کړنو سره بلد او ان شاءالله چې کارونه به یې د مجرب پرسونل په همکارۍ په ښه توګه پر مخ ځي، په ورته وخت کې معین د تېر رییس کړنې یادې او وستایلې.
د خلکو فرهنګ ریاست نوي رییس، معین او راغلو رییس صاحبانو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپل کاري پرسونل په ملتیا به د اسلامي او افغاني اصیل فرهنګ د ودې او پراختیا په برخه کې نه ستړې کېدونکي خدمتونه تر سره کوم.
ټولو راغلو مېلمنو او رییس صاحبانو د مبارکۍ تر څنګ حافظ مولوي سیف الرحمن محمدي ته د ښه خدمت دعاوې وکړې.
د یادونې وړ ده چې حافظ مولوي سیف الرحمن محمدي تر دې وړاندې د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په توګه دنده تر سره کوله.