افغانستان

په ارزګان کې د کاري فرصتونو زیری

د افغانستان د سرې میاشتې عمومي رئیس مطيع الحق خالص ارزګان ته تللی او هلته يې وويل چې غواړي خلکو ته پر مرستو سربېره د کاري فرصتونو زمينه هم برابره کړي.

د افغانستان د سرې میاشتې عمومي رئیس مطيع الحق خالص ارزګان ته تللی او هلته يې وويل چې غواړي خلکو ته پر مرستو سربېره د کاري فرصتونو زمينه هم برابره کړي.

هغه وايي، له بېلابېلو مرسته کوونکو سازمانونو څخه يې غوښتنه کړې چې اړمنو کسانو ته د مرستو پر ځای دې هغوي ته د کار زمينه برابره کړي.

نوموړی وايي:

«پر دې هم له خلکو سره خبرې کوو چې زموږ خلک اړمن دي، يوازې په مرستو څه نه کېږي، راځئ زموږ خلک ډېر کاريګر دي، خلکو ته باید د کار زمينه برابره شي، يا ورته باغچې جوړ کړو او يا ورته په نورو برخو کې د کار زمينه برابره کړو.»

د افغانستان د سرې میاشتې عمومي مشر وايي، دا مهال په افغانستان کې په ميليونه اقتصاد ځپلو خلکو ته په يوازې سر ځان رسول ناشوني دي  او باید په دې برخه کې ورسره نړيوال او خلک همکاري وکړي.

نوموړی وايي. د دوی لومړنۍ هڅه اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسول دي او ترڅنګ يې غواړي چې په ټول هېواد کې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه وويل:

«۲۰ ميليونه، ۲۵ ميليونه او ۳۰ ميليونه خلکو ته لاس رسۍ ناشونی دی. دغه پټی زما لپاره ډېر دروند دی، له ما سره باید نور خلک شريکان وي او هغوي دغه پټۍ راسره پورته کړي.»

په ورته وخت کې په دغه کې ځايي خلک د سرې میاشتې د رئيس د يادو څرګندونو هرکلی کوي او زياتوي چې په اقتصادي، روغتيايي او کار موندنې په برخه کې دې د دوی ستونزې حوارې شي.

د دغه ولايت دوه اوسېدونکي محمدکريم او ولي الله يې په اړه وايي:

«ټولې هغه ستونزې چې تاسو بیان کړې، هغه ټولې زموږ په ولايت کې شته دا چې تاسو زموږ ټولې ستونزو يادونه وکړه، موږ دغه ټول ستونزو حل کول غواړو.»

«د يتیمانو، کونډو او بېوزلو شمېر اوج ته رسېدلی، باید پوره همکاري راسره وشي. په ټول ولايت کې سخته وچکالي ده، باید زموږ سره د اقتصادي وضعيت په ښه کولو کې پوره مرسته وشي.»

د سرې مياشتې دغه عمومي مسئول وويل چې په راتلونکي کې به د افغانستان تر هره کور پورې خپل خدمتونه ورسوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *