افغانستان
په نورستان کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د هېواد په ختیځ نورستان کې د کرنې او خوړو نړیوالې ادارې له لوري ۷ زره ۴۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری رئییس مولوي سلیمان ایمن د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې د کرنې او خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ ۵ میاشتنۍ پروژې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په یادو ولسوالیو کې د ۵۳ حوضونو او یوشمېر چکډمونو په جوړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د یادونې وړده، چې په یادو پروژو کې ۷۴۴۰ کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده او هرکارګر ته په ۲۰ ورځو کې ۱۰۰ امریکايي ډالر ورکول کېږي.