سیاسی

د ازادۍ له پنځمې جګړې وروسته واک د وطن اصیلو بچیانو ته په لاس ورغی

زمونږ ګران هېواد ډېر ځله ښکېلاکګرو نیولی؛ خو له نېکه مرغه غیورو بچیانو یې بېرته ازاد کړی، خپلواکي او استقلال یې ګټلي. ولې متأسفانه ګټونکو واک او قدرت نه دی تر ګوتو کړي او د واک په ګدۍ نور اشخاص ځلېدلي؛ ځکه استعمار هغوی  د خپل اهدافو لپاره پر تخت کېنولي دي.

لیکنه: زاهد نایل

زمونږ ګران هېواد ډېر ځله ښکېلاکګرو نیولی؛ خو له نېکه مرغه غیورو بچیانو یې بېرته ازاد کړی، خپلواکي او استقلال یې ګټلي. ولې متأسفانه ګټونکو واک او قدرت نه دی تر ګوتو کړي او د واک په ګدۍ نور اشخاص ځلېدلي؛ ځکه استعمار هغوی  د خپل اهدافو لپاره پر تخت کېنولي دي.

د لومړۍ افغان انګلیس غزا پر مهال امیردوست محمد بخارا ته وتښتېده، هېواد یې انګلیس او د هغه لاسپوڅي شاه شجاع ته پرېښود، ولس راپورته شو، مکناټن یې وواژه او همداراز ګوډاګی پاچا یې هم قتل کړ او اشغالګر یې له هېواده وشړل، امیردوست محمد خان له بخارا راغلو، انګلیس ته تسلیم شو، هغوی کلکتې ته یووړ. افغان ملت چې د انګلیس یرغلګرو چاره ور وکړه او ښه یې وشرمول نو انګلیسانو امیردوست محمد خان له کلکتې څخه افغانستان ته راوارد کړ او هغه هم د مجاهد ولس د غوښتنو خلاف ځان امیر اعلان کړ.

جهاد ملت وکړ او واک امیر دوست محمد خان تر ګوتو کړ، نو امیر هم د جهاد ټول قائدین او مجاهدین له پامه وغورځول؛ ځکه خو د جهاد هدف هم متحقق نه شو. په کار داسی و چې ټول جهادي مشران ستایل شوي اود کار داهلیت لرلو مطابق په دندو ګمارل شوی وای؛ ځکه دښمن د هغوی په لاس مات شوی و، هغوی داستقلال به ارزښت ښه پوهېدل، د زرو قدر له زرګر سره وي!

همداشان په دوهمه افغان انګلیس جګړه کې امیرشیرعلي خان د انګلیس خلاف د مرستې ترلاسه کولو لپاره روسانو ته مزارشریف ته ورغی، چې د هغو له خوا یې هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ، نو همالته له غم او خپګانه ومړ، زوی یې یعقوب خان پر تخت کېناست، هغه له انګلیس سره د ګندمک تړون لاسلیک کړ، چې د هېواد ډېره برخه یې د دښمن په غېږ کې ور واچوله او تر هغه وروسته انګلیسانو ته ور وتښتېده. اما د جهاد قائدینو ملا مشک عالم، غازي محمد جان خان وردګ، صاحب جان تره کي، محمد عثمان خان، سردار محمد ایوب خان، تاج محمد خان او نورو مجاهدینو په دښمن باندې رڼا ورځ توره شپه کړه او د میوند په میدان کې یې د پېغلې ملالې میوندۍ له حماسي لنډۍ وروسته د انګلیس زرګونه یرغلګر مردار کړل او پاتې د کندهار بالاحصار ته په تېښته وتښتېدل.

د دوهمې غزا پر مهال  عبدالرحمن خان د افضل خان زوی د امیردوست محمد خان لمسي هم د خپل نیکه په څېر له تاشکنده راغی او په ۱۸۸۰ز په چاریکارو کې یې ځان امیر اعلان کړ، انګلیس د ده امارت په رسمیت وپېژانده، نو نوموړي هم پر ځای د دې چې د یرغلګرو انګلیسانو پښې ووهي، په سردار محمد ایوب خان او د هغه په مجاهدینو پسې کندهار ته عسکر سوق کړل.

د دوست محمد خان لمسي عبدالرحمن خان هم جهادي مشران او عام مجاهدین له پامه وغورځول، واک یې په خپلو لاسو کې ونیو، خپل ملګري یې په څوکیو کېنول او د انګلیسانو لمن یې ټينګه ونیوله، له هغوی سره یې د ډيورنډ کرښه لاسلیک کړه او د ګران هېواد د وجود ډېرې برخې یې  انګلیسانو ته ور پرې او په ډالۍ کې ورکړې.

د دوهمې افغان انګلیس جګړې فاتحین او ګټونکی له واک او ځواکه لرې کړل شو، په واک باندې د دښمن پلویان، بلکې لاسپوڅي قابض شول، د میوند فاتح سردار محمد ایوب خان په راولپنډۍ او لاهور کې اوسېده، چې په( ۱۹۱۴ز)  د اپرېل په (۱۷مه) وفات او د امیر عبدالرحمن خان له خوا په خرڅه شوې زمکه پېښور کې د سید حبیب الله په هضیره خاورو ته وسپارل شو. او نورو مجاهدو مشرانو هم له ستونزو ډک ژوند تېراوه!!     عبد الرحمن خان دښمن ته مرغوب او مطلوب و ځکه یې پر ملت ور وتاپه.نو ده هم له انګلیس سره د ډېورنډ تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې د خپلواک افغانستان استقلال سلب او هرڅه د انګلیس په واک کې شو، له وروسته یې زوی حبیب الله خان واک ته ورسېده هغه هم دخپل هېواد دبشپړې ازادۍ  لپاره څه و نه کړل !!  اما د هغه له وژل کېدا وروسته دده زوی امان الله خان چې واک تر لاسه کړ هغه د ملت په ملاتړ د ازادي او استقلال ناره پورته کړه؛ نو انګلیس مخالفت او انکار وکړ او له دریو محاذو یې پر افغانستان بریدونه وکړل،چې غیور ملت یې پر وړاندې ودرېده، خورا ښه منډه یې ورکړه اودتورې په زور یې خپلواکي ترې واخستله.ولې امان الله خان هم دخپلو نیکو غوندې د ملت اصیل بچیان له واک اوقدرته لرې وساتل یوازې خپل سېکولر ملګري یې په لوړو څوکیو کېنول؛ چې د هغو په مرسته یې د سېکولریزم دخپراوي لپاره ملا وتړله!!

داستقلال دغزا قائدین له واکه لرې وساتل شول، همداشان په درسي نصاب هم دهغو ذکر، مدح او ستاینه نه شته!!

باید په لنډ ډول ووایم چې دکمونستانو او شوروي اتحاد خلاف مو په جهاد او غزا کې (1600000) تنه شهیدان ورکړل۰ هغه چا چې په دې لاره کې په  اخلاص جهاد کړی و؛ له  سوبې او فتحې وروسته انحصار طلبانو حقیقي مجاهدین کونج ته او له واک او قدرته لرې کړل او په خپله یې له بد نامو ملیشوکمونستانو اوکمونستو جنرالانو سره ناولی ائیتلاف وکړ، څو په ارګ قبضه ټینګه کړي، نو ددوی دکرغېړن انحصار له امله ګران هېواد دصلیبي ښکېلاکګرو له لوري اشغال شو ، چې دهغه په اساس په زرګونو مسلمان هېوادوال دباروتو په لمبو کې وسوځېدل۰ اما کبرجنو اشغالګرو دجهاد اواستشهاد په مقابل له شرم او ذلته ډکه ماتې وخوړه په (۲۰۲۱/۸/۱۴م) نېټه دصلیب ګوډاګیان وتښتېدل اوپه    (۲۰۲۱/۸/۳۰م)صلیبیانو خړې سترګې له افغانستانه پښې سپکې کړې او په ګران وطن کې دهېواد اصیلو بچیانو اسلامی نظام په پښو ودراو، چې دمحبوب هېواد دټولو قومونو اوټبرونو ولسونه په سهیم دي ۰او له څه خوندوره او په زړه پورې دا چې دنظام په رأس کې هغه کسان دي چې په دې لاره کې یې له هر چا ډېرې منډې ترړې وهلې دي، دا کار له تېرو څلورو ښکاره فتحو او بریو وروسته نه و ترسره شوی(لله الحمد) چې داځل عملی شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *