افغانستان

راستانه شویو علمي کادرونو ته د ښه راغلاست غونډه؛ د پوهنتونونو استادان ملي پانګه ده

د رياست الوزرا مقام او لوړو زده کړو وزارت سپيدار ماڼۍ کې له بهر څخه هېواد ته راستانه شويو علمي کادرونو ته د ښه راغلاست غونډه دایره کړې.

د رياست الوزرا مقام او لوړو زده کړو وزارت سپيدار ماڼۍ کې له بهر څخه هېواد ته راستانه شويو علمي کادرونو ته د ښه راغلاست غونډه دایره کړې.

په دې غونډه کې د لوړ پوړو چارواکو په شمول ګڼ شمېر علمي کادرونو او د پوهنتونونو استادانو ګډون کړی و.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یاده غونډه کې د پوهنتونونو استادان د هېواد ملي پانګه ګڼلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت به دا ارزښتمنه شتمني په هېڅ صورت له لاسه ورنه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د پوهنتونونو د استادانو او ښوونځیو د ښوونکو د ټولو حقوقو ورکړې ته ژمن دی.

مولوي عبدالکبیر د پوهنتونونو له استادانو او دیني علماوو غوښتي، چې هېواد کې دې د فکري یرغل سره د مبارزې په برخه کې لا ګړندۍ هڅې وکړي.

د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ اوس‌مهال پوهنتونونو کې د هر ډول سیاسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصب مخه نیول شوې او علم حاصلولو په مرکزونو بدل شوي دي.

مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوس مهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال دي او له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت مسلکي کسانو او علمي کادرونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په بېلا بېلو برخو کې یې ۶ زره او ۴۸۵ مسلکي کسان په دندو ګمارلي دي.

د ښه راغلاست په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم ویلي، چې لوړو زده‌کړو وزرات علمي کادرونو او استادانو ته په بشپړ درناوي قایل دی او زموږ ټولنه تل دوی ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه د پوهنتونونو شاوخوا ۴۵۰ استادان، چې د ماسټري او دوکتورا لپاره بهرنیو هېوادونو ته تللي وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ښاغلي ندیم د استادانو د ښارګوټي جوړولو موضوع اړوند ډاډ ورکړی، چې تر کار لاندې ده او له هر اړخیزې ارزونې وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر په دې غونډه کې ویلي، چې هېوادوال په ځانګړي ډول د پوهنتونونو استادان دې هېواد کې موجود استقلالیت غنیمت وګڼي او په پوچو تبلیغاتو دې له هېواده وتلو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي ټولو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې د ځوان نسل د فکري روزنې ته باید پراخه هڅې وشي او له لسیزو وروسته له رامنځته شوي فرصت څخه سمه ګټه واخیستل شي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د اسلامي نظام ارزښت ته په اشارې ویلي، چې اسلامي نظام یو حیاتي او جامع نظام دی او نورې نړۍ له اسلامي نظام څخه الهام اخیستی دی.

د خوست پوهنتون استاد دوکتور جاوید احمد شکیب د داسې غونډو جوړول د هېواد په تاریخ کې بې ساري او مخینې بللي او ویلي یې دي؛ دا د دې ثبوت دی چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد علمي کادرونو ته په درنښت قایل دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *