افغانستان
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: د نورستان د کله ګوش برېښنا بند جوړوو
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون چهارشنبه د نورستان له والي شیخ شېراحمد حقاني سره په کتنه کې وویل چې د نورستان د کله ګوش بند جوړول د وزارت په راتلونکي پلان کې شامل دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون چهارشنبه د نورستان له والي شیخ شېراحمد حقاني سره په کتنه کې وویل چې د نورستان د کله ګوش بند جوړول د وزارت په راتلونکي پلان کې شامل دی.
په دغه لیدنه کې، د نورستان والي د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه سره د نورستان ولایت د مرکز پارون بند د برېښنا د وېش او په هغه ولایت کې د کله ګوش برېښنا بند د جوړولو وړاندیز وکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د نورستان والي ته ډاډ ورکړ، چې کله ګوش بند د دې لپاره چې د برېښنا د تولید په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکي پلان کې به په پام کې ونیول شي.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د نورستان د خلکو ستونزو ته به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسېدنه وشي.