افغانستان

په کابل کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

امنیتي سرچینو د پلازمېنې کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یوه تن د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی. د ۱۶مې امنیتي حوزې جنايي مدیر عبدالرحمن مخلص په وینا د ضیاء الحق په نوم دغه کس درې ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، چې امنیتي ارګانونو ته د تښتول شوي کس د کورنۍ له لوري تر خبر ورکولو وروسته د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.

مخلص زیاته کړه، چې انسان تښتوونکو د ضیاءالحق د خوشي کېدو په بدل کې د نوموړي له کورنۍ څخه د ۴سوه زره افغانیو د ورکړې غوښتنه کړې وه.
د جنايي مدیر په خبره امنیتي ځواکونو د یاد کس د تښتولو په تور دوه تورن کسان، یو موټر، ۴ موبایلونه او یو چرییز ټوپک هم نیولي دي.
هغه له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د مشکوکو کړنو او کسانو د ليدلو په صورت کې دې ژر تر ژره امنیتي او کشفي ارګانونو ته خبر ورکړي، تر څو په راتلونکي د جنايي پېښو د واقع کېدو مخنیوی وشي.
چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې ګڼ شمېر کسان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلي او تښتوونکي یې د قانون منګولو ته سپارلي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *