اجتماعی

هېوادوال د ټولگټو پروژو پلي کیدل ستایي

په دی خو اوس ټول پوهیږي او دا واقعیت هم ټولو ته روښانه شوی چې په هیواد کې د تیرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې جگړې، ناخوالو او ناوړه اغیزو له پلوه جگړه ځپلی افغانستان نوې جوړونی او بیا رغاونې ته ډیره اړتیا لري.

شاه محمود درویش
په دی خو اوس ټول پوهیږي او دا واقعیت هم ټولو ته روښانه شوی چې په هیواد کې د تیرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې جگړې، ناخوالو او ناوړه اغیزو له پلوه جگړه ځپلی افغانستان نوې جوړونی او بیا رغاونې ته ډیره اړتیا لري، البته له دې څخه هم سترگې نه شي پټیدای چې په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د ټولګټو، رغنیزو او بنسټیزو پروژو پیل او بیا رغاونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده چې په ټوله کې دغه بهیر هیوادوال ستایي، چې دلته په بیلګه ییزه توګه ترینه یادونه کولی شو، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچېنو په حواله ویل شویدي:
د غزنــي د کرنــې، اوبولګولــو او مالدارۍ ریاست مســوولینو ویلي چې په یــاد ولایت کــې د ۶۵ زره او ۵۰ امریکایــي ډالرو په لګښــت د اوبولګولو د یــوه کانال د جوړولو چاري پیل شوې دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي، چــې دغــه کانال د بنیاد صلح موسســې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې ورســره بــه د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شــي او هم به د غزني ښــار د کشک، قلعه آزاد او قلعه قربان اوسېدونکي ترې ګټې واخلي. ورته مهال په غزني کې د بنیاد صلح موسســې ولایتي مســوول هم ویلي، چې د یاد کانال په جوړېدو سره به ۱۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شــي، چــې لــه دې وړاندې یــې د ۷ زره جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لرله.
د یادونې وړ ده، چــې په دې پروژه کې سلګونو کســانو ته د کار زمینه برابــره شــوې او ټاکل شــوې چې چارې یې په ۳ میاشــتو کې بشپړې شي.
دغه راز دســمنګانو دکانونــو او پټروليــم رياســت مســئولينو د يادولايــت د حضرت ســلطان ولسوالۍ په يکه توت ســيمه کې دډبرو ســکرو په مارکېټ کې د ۲۰ مليونو افغانيو په لګښت دبرښنا ديوې پروژې چارو دپيلېدو خبر هم ورکړیدي. ددغــه ولايت دکانونــو او پټروليم رئیس دباخـتر آژانس خبریال ته ویلي، چــې دياد رياســت لــه لــوري د ۲۰ مليونــو افغانيــو پــه لګښــت د ډبــرو ســکرو ديــو مارکېــټ درغولـو چارې پیل شـوې دي.نوموړي زياتــه کــړې، چــې دياد مارکېــټ لپــاره ۲۴ ســاعته برېښــنا، دتېلــو ۲ ټانکونــه، ۱۷۰ غرفــې، دموټــرو تمځــاي او نــورې آســانتياوې پــه پام کـې نیول شویدي، د یادونې وړ ده، چــې اوســمهال دســمنګانو مرکــز او حضرت سلطان ولسوالۍ کـې ۱۵ زره کورنـۍ له برېښــنا څخــه برخمنــې دي.
همداشان د غــور د کليور بيــا رغونې او پراختيا رياســت مسئولينو ويلي، چې پــه دغه ولايت کــې د څه بانــدې ۲۲ مليونــو افغانيــو په لګښــت د يو شــمېر پراختيايي پــروژو چــارې پيل شــوې دي. د غــور د کليــور بيــا رغونې او پراختيا رياســت د رسنيو د دفتر مســئول ويلي، چې د دغــه ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د سردشت او خواجه جــوش په کليو کې د افغانســتان د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام د پروګرام لــه لارې د ۳۴۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو، د يوه پله او دوو پلګوټو جوړول شامل دي، چې پرې څه باندې ۲۲ مليونه افغانۍ لګښت راځي.
له شک پرته چې د افغانستان اسلامی امارت د اړوندوارگانونوله لورې د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونو د تطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هیواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ هم د قدر وړده ځکه چې تراوسه یی دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهیواد په یوشمیر ولایتونو کی ډول ډول ټولګټې پروژی طرحه اوتطبیق کړیدی، په دې هیله چې په ټولیزه توگه د هیواد ابادي، سمسورتیا او ښیرازي په موخه د افغانستان اسلامي امارت دشته امکاناتو ترڅنگ دمرستندویو هیوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغیزمنو، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږ جگړه ځپلی هیواد آباد ، ودان، سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهیواد په گوټ گوټ یعنې کلیو، بانډو او ښارونو کې دمختلفو ټولګټو، بنسټیزو اورغنیزو پروژو دعملي بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کی به هم گڼ شمیر هیوادوالو ته چې همدا اوس د هیواد په مختلفو ساحوکې له بې کاری اوبې روزگاري څخه سرټکوي او په ورځني ژوند کې له بې شمیره ستونزو سره لاس اوگریوان دي په هیواد کې دننه دوئ ته دسالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هیواد آباد او ودان شي او له بله پلوه به گڼ شمیربې کاره او بې روزگاره هیوادوال چې دکارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته دتلو تکل لري دوئ به هم دبیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن اوربړوونکی حالت څخه وژغورل شي او په هیواد کی دننه به له سالمو بوختیاوو څخه برخمن او د گران هیواد سرلوړي افغانستان په آبادي او ښیرازي کې به هم په ښه ډول سهیم شي او په دې توگه زمونږ هیواد به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ پرلور لا پرمخ ولاړ شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *