د ملګرو ملتونو کارپوهان: د ځینو رسنیو د «ناسمو مالوماتو خپرولو اندېښمن کړي یوو»
د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د ناسمو مالوماتو پر خپرولو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د ناسمو مالوماتو پر خپرولو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو کارپوهانو په یو خبرپاڼه کې ویلي، چې یوې رسنۍ د بشري حقونو له مهم بحثه «ناوړه ګټه پورته کړې.»
د ملګرو ملتونو په دغو کارپوهانو کې چې دا اندېښنه یې په ډاګه کړې، ريچارډ بېنېټ هم شامل دی. نوموړی د افغانستان د بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر دی چې څو ځله یې افغانستان ته سفرونه هم کړي دي. د ملګرو ملتونو په خپره شوې اعلاميه کې راغلي «موږ په ژوره خواشيني کې یوو چې د افغانستان انټرنېشنل په نامه يوې رسنۍ د بشري حقونو په شورا کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه له يوه مهم بحث څخه ناوړه ګټه پورته کړه، د يوې رابلل شوې افغانې ويناوالې او د ملګرو ملتونو د يوې کارکوونکې پر وړاندې يې د سپکاوي کمپاين پیل کړ.»
افغانستان انټرنېشنل په یوه رپوټ کې ادعا کړې وه چې جینوا کې د بشري حقونو غونډې ته یوه افغانه ګډونواله «د شخصي اړیکو» په مرسته تللې وه.
افغانستان انټرنېشنل د ولنټ ميډيا برخه ده چې له بريتانيا فعاليت کوي.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځینې وخت پر افغانستان د بحث لپاره ویناوال له افغانستان وربولي.
د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې ويل شوي: «شخصي بريدونه، د خلکو شخصي حريم کې لاسوهنه او د جنسيت په اړه د ناسمو مالوماتو خپرول کولی شي د اغېزمنو کسانو د خونديتوب او امنيت لپاره جدي پايلې ولري او د دوی شهرت ته سخت زيان ورسوي.»
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځینې وخت پر افغانستان د بحث لپاره ویناوال له افغانستانه وربولي، چې هلته د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.