جهان
الپ غرونو کې ۳۷ کاله وروسته د غر ختونکي پاتې شوني راښکاره شول
په سویټزرلنډ کې د میټر هورن غرنۍ څوکې ته نژدې په کنګلي سیند کې د انسان پاتې شوني موندل شوي.
په سویټزرلنډ کې د میټر هورن غرنۍ څوکې ته نژدې په کنګلي سیند کې د انسان پاتې شوني موندل شوي. دا پاتې شوني د هغه یوه جرمني غر ختونکي دي چې له ۱۹۸۶ کال راهیسې ورک دی. د ایټالیا پر پوله، په سوېلي سویټزرلنډ کې د تیوډول کنګل څخه د تېرېدو په وخت کې غر ختونکو د انسان پاتې شوني وموندل. دغو غره ختونکو د کنګل له ویلې کېدو سره د غر ختلو بوټان او وسایل ولیدل. د ډي اېن اې تحلیل ښودلې چې دا پاتې شوني د یوه جرمني غره ختونکي دي چې ۳۷ کاله د مخه ورک شوی و او له ډېرې پلټنې وروسته هم دا سړی ونه موندل شو. هغه ۳۸ کلن و چې د پلي مزل سفر پرمهال ورک شو.د نورو الپ کنګلونو په څېر، تیودول د زیرمات مشهور کلي کې موقعیت لري چې دا په اروپا کې تر ټولو لوړه څوکه ده.