افغانستان

مولوي عبدالسلام حنفي:  د ښوونکو د روزنې د لغوه کولو موضوع په مخکینۍ اداره کې مطرح شوې

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ښوونکو د روزنې له یو شمېر استادانو او استازو سره په کتنه کې وویل، چې د هېواد د ښوونکو د روزنې د لغوه کولو موضوع په مخکېنۍ اداره کې مطرح شوې وه او دا مهال په دې اړه هېڅ راز تصمیم نه دی نیول شوی او په دې اړه هر ډول تبلیغات بې بنسټه دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ښوونکو د روزنې له یو شمېر استادانو او استازو سره په کتنه کې وویل، چې د هېواد د ښوونکو د روزنې د لغوه کولو موضوع په مخکېنۍ اداره کې مطرح شوې وه او دا مهال په دې اړه هېڅ راز تصمیم نه دی نیول شوی او په دې اړه هر ډول تبلیغات بې بنسټه دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې مولوي محمد داوود محمدي د ښوونکو د روزنې د استادانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت له مسئولینو غواړو چې د مسلکي پراختیا د طرحې تطبیق او د هېواد د ښوونکو روزنې د استادانو برخلیک ته جدي پاملرنه وکړي.

محمدي زیاته کړه:« د اسلامي امارت تصمیم او پرېکړې ته درناوی لري، خو د هېواد په کچه د ښوونکو د سویې لوړولو غوښتونکي یوو.»

نوموړي څرګنده کړه، د دارالمعلمینینو استادان او علمي کادرونه د هېواد معنوي پانګه ده چې په ټوله کې د پوهنې د اهل اقتصادي وضعیت کمزوری او ضعیف دی.

یادو استادانو په خپلو خبرو کې وویل، بدبختانه په تېرو   شلو کلونو کې د پوهنې برخې او د ښوونکو د ظرفیت لوړولو برخې ته هېڅ راز پاملرنه نه ده شوې بناءً د اسلامي امارت له رهبرۍغواړو چې د دغو مرکزونو د استادانو او پرسونل معاشونه د نوې طرحې د تطبیق تر نېټې ورکړي.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د افغانستان جوړول د ښوونې او روزنې د ارتقاء او انکشاف، د استادانو د ظرفیت لوړولو او باکیفیته درسي نصاب په لرلو سره امکان لري چې اسلامي امارت د استادانو د ظرفیت لوړولو او تعلیمي نصاب د پیاوړتیا په برخه کې هېڅ راز هڅې نه سپموي.

مولوي حنفي زیاته کړه، د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو او د نورو اړوندو علمي بنسټونو مسئولینو ته توصیه شوې ترڅو هڅه وکړي چې د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د هېواد د ښوونکو د روزنې د لغوه کولو موضوع په مخکېنۍ اداره کې مطرح شوې وه او دا مهال په دې اړه هېڅ راز تصمیم نه دی نیول شوی، په دې اړه هر ډول تبلیغات بې بنسټه دي؛ سره له دې به د افغانستان اسلامي امارت د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې د دې ستونزې د حل او استخدام په برخه کې خپله هڅه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *