تبصره

هغه هڅې پيل شوې چې د په ځان بسيا له پاره لار هواروي

څرګنده ده چې د اسلامي امارت د واکمنۍ سره سم د اشغالګرو هېوادو په لمسون اولارښوونه يولړ پلميزې هڅې پيل شوې چې له کبله يې اقتصادي بنديزونه او نړيوالې مرستې چې دپرمختيايي پروژو په تمويل بوختې وې وځنډولې چې تردې مهاله ډېری پروژې نيمګړې پاتې دي خو اسلامي امارت دخپلو کورنيو عوايدو په راټولونه دځينو پروژو کارونه پيل شوی او ځينې ستراتيژيکي پروژې چې د اقتصادي پياوړتيا لامل ګرځي دچارو دسمبالښت له پاره يې هڅې روانې دي.

متین

څرګنده ده چې د اسلامي امارت د واکمنۍ سره سم د اشغالګرو هېوادو په لمسون اولارښوونه يولړ پلميزې هڅې پيل شوې چې له کبله يې اقتصادي بنديزونه او نړيوالې مرستې چې دپرمختيايي پروژو په تمويل بوختې وې وځنډولې چې تردې مهاله ډېری پروژې نيمګړې پاتې دي خو اسلامي امارت دخپلو کورنيو عوايدو په راټولونه دځينو پروژو کارونه پيل شوی او ځينې ستراتيژيکي پروژې چې د اقتصادي پياوړتيا لامل ګرځي دچارو دسمبالښت له پاره يې هڅې روانې دي.

داپه داسې حال کې ده چې ديوشمېر اشغالګرو هېوادو دبېلابېلو لارو څخه هڅه وکړه چې د افغانانو ملي شتمنۍ چې دامهال کنګل شوې او ورسره جوخت بانکي ستونزې هم رامنځ ته شوې بيا هم په دې ونه توانېدل چې خپلې ناوړه موخې چې د اسلامي امارت د اقتصادي نظام پاشل و لاس ته راوړنې ترلاسه کړي. هغوی چې د اسلامي امارت په وړاندې د بېلابېلو ستونزو په زيږونه بوخت دي دا مهال د اسلامي امارت د اقتصادي لاسته راوړنو په هکله خبرې اترې کوي.

هوهمداسې ده ځکه اسلامي امارت اوس په ټولو اداري چاروکي روڼتوب رامنځ ته کړي او د اقتصادي چارو دسمون له پاره يې عملي ګامونه پورته کړي دي. د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې د روان لمريز کال په تېرو لسو مياشتو کې څه دپاسه يوميليارد او 700 ميليونه ډالره عوايد را ټول کړي او دصادراتو کچه ديو ميليارد او 700 ميليونو ډالرو څخه زياته شوې ده. بايد وويل شي چې له بهر څخه دلاس وهونکو هېوادو دلاسوهنې سره سره اسلامي امارت په دې لنډه موده کې توانېدلی چې په پراخه کچه د اقتصادي بحران مخه ونيسي کوم چې د اشغالګرو له خوا ورته لمن وهل کېږي. هېوادوالو وليدل چې د ډالرو په مقابل کې د افغانيو د ثبات ساتلو پروسه ګډه وډه کړي. خو د اسلامي امارت د مسؤلينو په وخت او مناسب اقدام سره دهېواد او خلکو دښمنانو شوم پلانونه شنډ او د افغانيو ارزښت او ثبات په خپل ځای پاتې شو دغه راز دبانکونو دپاشل کېدو تمه يې په سيند لاهو شوه او اوس د هېوادوالو په ملاتړ او دخدای(ج) په نصرت دبانکو وضعيت او باور زيات شوی دهېوادوالو له پاره په ورځنيو چاروکي ښه خدمات وړاندې کوي. همدا اوس دنړيوالو بنديزونو سره سره د دولتي کارکوونکو معاشونه او دولتي لګښتونه په نورماله توګه جريان لري او دهغو لارو لټون پيل شوی چې ددې وروسته د نورو هېوادو مرستوته په تمه پاتې نه شو ډاډه يو چې دهرې ورځې په تېرېدو سره به په ځينو اقتصادي برخو کې لاس ته راوړنې لاپسې پراخې او دپرمختګ له پاره به په مناسبو لارو مصرف شي.

دښي حکومتولۍ له پاره ګام پورته شوي او هغه کړۍ چې په دولتي اداروکې دچارو دسمون په وړاندې ستونزې را پيدا کوي ژر تر ژره به دغه چاره سمون ومومي. هېوادوال به خبروي چې د اميرالمومنين هېوادوالو ته دخدمت کولو چارې له نيږدې څاري او د هغو نيمګړتياو درغاونې له پاره فرمانونه ورکوي کومي چې دا مهال دهېوادوالو دبې باورۍ وړګرځي. همدا اوس د اسلامي امارت په ليکو کې د اميرالمومنين دفرمان له مخې د هغو کسانو دتصفيي کار روان دی کومو چې د اسلامي امارت دغړيتوب څخه ناوړه ګټه پورته کوي. باوري يو چې د اسلامي امارت د روانو هڅو پربنسټ به په دولتي چاروکې ښه والی راشي اوهغه ستونزې چې هر وخت به ترې هېوادوال ځورېدل له منځه ولاړې شي اوس چې په چاروکي د روڼتوب له کبله ښې لاس ته راوړنې ترلاسه شوې هيله ده چې هېوادوال د اسلامي امارت سره دملاتړ لاس راوغځوي او دهغو ستونزو په راغونه کې بي دريغه مرسته وکړي کوم چې کله کله دپرديو په لمسون امنيتي ستونزې رامنخ ته کوي. ډاډه اوسئ چي د هېوادوالو په مرسته او دخدای(ج) په نصرت به امنيت لاټينګښت ومومي او اقتصادي ستونزې به هم يوپه بل پسې هوارې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *