صحت

د سترګو د کمزورتیا عوامل څه دي؟

که سترګو ته ډیر پام نه کوئ او د وړو ستونزو په وړاندې یې بې پروا یاست، نو لویه تېروتنه به کوئ.

ژباړه: م ناصری

که سترګو ته ډیر پام نه کوئ او د وړو ستونزو په وړاندې یې بې پروا یاست، نو لویه تېروتنه به کوئ.

د سترګو د کمزورتیا ځینې نښې شته، که چېرې دا نښې بابېزه وګڼل شي، کېدای شي ستونزه ډېره شي؛ مثلاً: د سترګو تار تار کېدل، درد، د لید کمزروتیا، سوځېدل، سوروالی. د دې نښو په صورت کې باید ژر د سترګو ډاکتر ته مراجعه وشي.

که چېرې شکر یا د وینې لوړ فشار لرئ، هرومرو مو په دوامداره توګه  سترګې معاینه کوئ؛ ځکه کېدی شي سترګې مو کومه ستونزه پیدا کړي او تاسو به پرې پوه نه یاست. ځينې وخت شکر او د وینې لوړ فشار د ړندېدو لامل کېږي.

سیګریټ څکول

سیګریټ خورا نور زیانونه هم لري؛ خو دلته مو د سترګو په اړه خبرې کړي. سګرټ وهل د دې لامل کېږي چې له سترګو اوبه لاړې شي او شبکیه یې خرابه کړي. سیګرټ د وجود د غړو جوړښتي برخو ته د اکسېجن د سمې رسېدا مخه نیسي یا له ستونزو سره مخ کوي. په دې برخه کې سترګې هم دي چې اکسیجن نه ورته رسېږي.

د عینکو نه استعمال

ځانګړې سترګۍ (عینکې) کارول هم مهم دي. هغه کسان چې په چمن کې له شنه رنګ سره حساسیت لري، هغوی چې ترکاڼي/ نجاري کوي، وېلډېنګ‌کاري کوي باید دا ډول عینکې په سترګو کړي.

سینګار

له تېروتنه چې ډېری مېرمنې یې کوي او خپلې سترګې ژوبلوي، له سینګار سره وېدېدل او د تاریخ تېره سینګار توکو کارول دي. تر هرو درېیو میاشتو وروسته خپل هغه سینګار توکي باید ونه کاروي چې سر یې پرې پرانیستلی وي. کله چې ویدې کېدلې، سینګار دې پاک کړي.

لېنز کارول

لېنز کارول او د هغه سم نه پاکول یې بل لامل دی. لېنز باید په هغه محلول ومینځل شي چې هغه ته ځانګړی شوی وي. په اوبو پرې نه مینځل شي. د لامبلو وخت کې باید لېنز بېرته شي. ډېری روغتیاپالان وايي چې هغه لېنزونه دې وکارول شي چې یوازې یو ځل د کارولو وړ وي. څوک چې لېنز اخلي د سترګو متخصص ته وښيي چې سترګو ته یې مناسب دی که نه.

کمپیوټر ته کېناستل

کمپیوټر ته ډېر کېناستل او رڼا ته یې کتل هم د سترګو د کمزروتیا سبب کېږي. کله چې مانیټور ته څوک ګوري، تر معمولي حالته ډېر ورته ځیر کېږي؛ نو ځکه د سترګو د ژوبلېدو امکان شته.

د سترګو د قطرې ډېره کارونه

د سترګو د قطرې ډېره کارونه د دې لامل کېږي چې هغه ستونزه لري شي؛ خو بیا ورسره عادي شي. البته یوازې ځینې قطرې دي چې ناروغي ورکوي؛ خو وروسته بیا د سترګو د لا سوروالي لامل ګرځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *