افغانستان

د پکتيکا يو شمېر خلک:  د سړې هوا له امله ځينو سيمو کې سپين‌ږيري او ماشومان مړه شوي

د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې، د سړې هوا او کافي امکاناتو د نه لرلو له امله هر ورځ سپین ږیري، ماشومان او ښځې مړه کېږي.

 

د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې، د سړې هوا او کافي امکاناتو د نه لرلو له امله هر ورځ سپین ږیري، ماشومان او ښځې مړه کېږي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم خپور شي وايي، د سړې هوا په پیل سره د دوی ژوند په ګیان ولسوالۍ کې سخت شوی. دی ادعا کوي چې، د سخت ژمي او امکاناتو د نه لرلو له امله هر ورځ د ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د خلکو له مرګ خبرېږو. نوموړی وايي:

«په ګیان والسوالۍ کې ډېر سخت ژمی راغلی دی، دلته حالات داسې دي چې هېڅ یې تصور نه کېده، دلته سپین ږیري، زنانه، ماشومان په سخت سینه او بغل اخته شوي دي، درمل نه‌شته. د همدغه سینه او بغل له امله ډېر خلک موږ له لاسه ورکوو، شپه او ورځ چې موږ ګورو په ټوله ولسوالۍ له شپږو نه تر لسو پورې کسان مړه کېږي، ماشوم مړ ده، زنانه مړه ده، سپین ږیری مړ ده.» دوی بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت دا ادعاوې ردوي او وايي، دوی پکتیکا کې د سړې هوا له امله د مړینې موارد نه‌لري. د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وویل: «په پکتیکا کې موږ ژمني تلفات نه‌لرو او د ۱۰۰۰ نه زیات کورونه مو تر اوسه پورې ورته جوړ کړي دي او د نورو کورونو د جوړېدو چارې هم روانې دي.»

د پکتیکا ګیان او برمل هغه ولسوالۍ دي چې د تېر ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې زلزلې سختې وځپلې او خلکو ته يې د ځاني تلفاتو تر څنګ پراخ مالي زیانونه هم واړول.

خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، چې د پکتیکا ګیان، برمل او سپيرې ولسوالیو کې یې شاوخوا ۲ زره ۳۰۰ کورنیو ته ژمني توکي رسولي دي.

دغې کمېشنرۍ د جمعې ورځې ناوخته په یو ټویټ کې ولیکل، چې یاده مرسته یې د ډسمبر میاشتې په نیمايي کې دغو سیمو ته لېږلې ده.

د (UNHCR) په وینا، دوی د یادو مرستو ترڅنګ په دغو ولسوالیو کې اړمونو ته نقدي پېسې هم ورکړي، چې د ژمي لپاره پرې تاوده توکي وپېري.

دا په داسې حال کې ده، چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ښاغلي رحیمي ویلي، چې په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا د څپې په پیل سره په تېرو درې اوونیو کې، یعنې د جدي له ۲۰مې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۷۶ کسان مړه او ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي دغه شان ویلي و، چې د سختې واورې ورېدنې له امله۱۲۰ کورونه نړېدلي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *