افغانستان

په سپین غر ولسوالۍ کې ځنګلونه وهل کېږي

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي وایې، په دغه ولایت کې د ځنګلو پر قطعې له بندیز سره سره لاهم د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د ځنګل ونې وهل کېږي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي وایې، په دغه ولایت کې د ځنګلو پر قطعې له بندیز سره سره لاهم د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د ځنګل ونې وهل کېږي.

د یادې ولسوالۍ د مامند درې دوو اوسېدونکو شېر محمد او محمد افضل وویل، په یو شمېر سیمو کې د ځنګل ونې د نامعلومو کسانو له لوري د شپې له تیارې څخه په استفادې وهل کېږي.

د دوی په خبره، د ځنګلونو خپلسرې وهنې د خلکو اندېښنې راپارولي، چې له حکومت یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

شېرمحمد زیاتوي:

«د سپین غر مامند درې دا بر د مورګې پورې ټول ځنګل و، خو په دې وروستیو کې وهل شوی او دا ټول غرونه ځنګلې وې.»

محمد افضل زیاته کړه:

«دلته زیاتره ځنګلونه د جلغوزیو دي او یوه جلغوزي ونه کې د شل لکه افغانیو جلغوزي شته، خو خلک یې د لس روپو لپاره دا ونې وهي او دا ځنګلې له منځه وړي.»

یو شمېر نور ځایي خلک بیا وایې، د تېرو جګړو پرمهال د سپین غر ولسوالۍ اړوند مامند درې اوسېدونکي له اقتصادي اړخه سخت زیانمن شوي، نو ځکه خو اوس د ځنګل ونې وهي.

د سیمې دوه اوسېدونکو خیال ګل او سبحان شاه وویل:

خیال ګل زیاتوي:

«بل کار نشته او دا خلک ځنګل ته ځي ونې وهي او بیا یې دلته خرڅوي، ځکه بل کار نشته او بې روزګاري زیاته ده بل څه نه شته چې کور ته پرې وړه او نور خوراکي توکي پیدا کړي.»

سبحان شاه زیاتوي:

«دا کول په کار دي چې دلته موسسات راشي کارونه پیل کړي او خلکو ته کار پیدا شي نو په دې سره به خلک په روزګار شي او له ځنګل وهلو به منع شي او له حکومت هم غوښتنه کوو چې دې سیمې خلکو ته کاري زمینه برابره کړي.»

بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وایې، په دغه ولايت کې د ځنګلونو د ساتنې او دا ډول خپلسري وهنې د مخنيوي لپاره شنه امنيتي قطعه جوړه شوې چې تراوسه یې ۱۹ کسان د ځنګل وهنې په تور نیولي دي.

محمد زیاته کړه:

«دغه شنه قعطه د افسرانو په ګډون ۳۵ غړي لري چې تر دې دمه یې د ځنګل وهنې پرمهال ۱۹ تنه نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي او دغه راز یې له یادو کسانو ضمانت اخیستل شوی چې بیا به ځنګلونه نه وهي.»

نوموړی د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې قومي تړې مهمې بولي او له خلکو هم غوښتنه کوي چې د دغه ډول عامه شتمنۍ ساتنې ته دې پام وکړي.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دې ولایت په یوولس ولسوالیو کې پر ۶۴۴زره او ۹۶هکتاره ځمکه په طبیعي ځنګلونه پوښلې، چې له د تیرو جګړو پرمهال یې دا ملي شتمنۍ یو څه برخه لوټ شوې هم ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *