اجتماعی

د باکیفیته توکو په واردولو دهېوادوالو  روغتیا خوندي کړئ

ه شک پرته چې په ټوله کې هیواد ته له بهرنیو هیوادونو څخه د بې کیفیته توکو لکه: ( تیل، ګاز، درمل، خوراکي مواد او ډول ډول نورو توکو) مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه شمیر کیږي، نو اړینه ده چې په دې برخه کې استقامتي مراجع باید په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هیواد ته هیڅ ډول غیر سټندرد او بې کیفیته توکي  داخل نه شي.

شاه محمود درویش

له شک پرته چې په ټوله کې هیواد ته له بهرنیو هیوادونو څخه د بې کیفیته توکو لکه: ( تیل، ګاز، درمل، خوراکي مواد او ډول ډول نورو توکو) مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه شمیر کیږي، نو اړینه ده چې په دې برخه کې استقامتي مراجع باید په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هیواد ته هیڅ ډول غیر سټندرد او بې کیفیته توکي  داخل نه شي. همدا راز هغه شمیر اشخاص او افراد چې په ټوله کې غواړي له ګاونډیو ملکونو څخه بې کیفیته توکې په غیرقانوني او قاچاقي ډول هیواد ته وارد کړي د دوئ مخه دې هم په پوره جدیت سره ونیسي او عاملین دې ورته ګرفتار او د مجازاتو په موخه دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي، له نیکه مرغه چې د هیواد د سټندرد ملي ادارې د خپل استقامتي مسوولیت له مخې هڅه کړې چې په پوره جدیت سره هیواد ته د بې کیفیته تیلو د داخلیدومخه ونیسي چې روښانه بیلګې ته یې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله دا ډول اشاره شویده: د ســټنډرډ مــلي ادارې دمسوولینو په وینا څو ورځې وړاندې يــې په نيمــروز ولایت کې پنځه ټانکــره بې کيفيته تېل بېرته ايران ته مســترد کړي دي، دغې ادارې ويلي، چې په دې وروستيو کې په خــورا جديت د بې کيفيته تېلــو د واردولــو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه اخيســتل شويدي. يــادې ادارې له ټولو ســوداګرو هم غوښــتنه کړې، ترڅو هيواد ته با کيفيته توکي وارد کــړي.

هېــره دې نــه وي، دا لومــړی ځــل نــه دی، چــې بــې کيفيتــه تېــل بېرتــه ايــران تــه مستردېږي بلکــې؛ لــه دې وړانــدې هــم لســګونه ټانکــره بــې کیفیتــه تېــل او نفتي مواد ايــران … تــه مســترد شویدي.

البته د هیواد دملي سټنډر د ادارې ترڅنګ د اسلامی امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو د جدي څارنې، کنټرول او تفتیش په لړ کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو په حواله  ډیرې داسې خبرونه خپریږي چې د یادو مراجعو د مسوولو ټیمونو د هڅو په لړ کې له مختلفو درملتونونو څخه بې کیفیته او تاریخ تیر درمل، همداشان له دکانونو او هټیوالو څخه هم بې کیفیته او تاریخ تیر خوراکی توکي په پرله پسې ډول را ټول شوي او په عام محضر کې سوځول شویدي، چې دا واقعآ ډیر ښه کار دی او په ټوله کې هیوادوال په دې برخه کې د مسوولو ارګانونو کړنې ستایي او په دې برخه کې یې په پوره جدیت د چارو د پرمخ وړلو هیله او غوښتنه کوي، ځکه د بې کیفیته او تاریخ تیر درملو او هم د خوراکی ډول ډول توکو پلورل سره له دې چې غیر قانوني عمل دی ، ددې ترڅنګ د هیوادوالو په ژوند لوبې کول دي، ځکه که چیرې زمونږ ناروغ هیوادوال د اړتیا پرمهال له دغه بې کیفیته او تاریخ تیر درملو څخه استفاده کوي، نوله شک پرته چې د دوئ ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي، ددې ترڅنګ هغه خوراکی توکي چې بې کیفیته او تاریخ تیر دي دهغو څخه استفاده هم زمونږ قدرمنو هیوادوالو ته مصمومیت، ډول ډول ناروغي او مختلفې ستونزې را منځته کوي او حتی د هیوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي.

بنآ په ټوله کې هیوادوال د اسلامي امارت له مسوولو مراجعو څخه په پوره جدیت ددې هیله او غوښتنه لري چې په لومړي ګام کې د هیواد په بندرونو او سرحدي سیمو کې هیواد ته د هیڅ ډول غیر سټندرد او بې کیفیته توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړي او ترڅنګ یې په ټوله کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو مراجعو له لورې باید په پرله پسې ډول درملتونونه، دکانونه، هټۍ او … په پوره جدیت کنټرول شي او هر هغه اشخاص او افراد چې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو د پلورلو هڅه کوي، د دوئ درملتونونه، دکانونه، هټۍ … مهرولاک او یاد کسان (افراد اواشخاص) دې هم د خپل ناوړه عمل د سزا په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژني ترڅو په ټوله کې په هیواد کې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو دشتون مخه ونیول شي او په راتلونکی کې دقدرمنو هیوادوالو روغتیایي مصونیت په هراړخیز ډول خوندي او له هیڅ ډول ګواښونو سره هم مخامخ نه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *