د قرآنکریم سوځولو پېښو ته د اسلامي همکاريو سازمان غبرګون
د اسلامي همکاريو سازمان د قرآنکریم سوځولو پېښو د مخنيوی له پاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د چارشنبې په ورځ د سويډن په پلازمېنه کې د قرآنکریم یوې نسخې ته اور واچول شو.
د اسلامي همکاريو سازمان د قرآنکریم سوځولو پېښو د مخنيوی له پاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د چارشنبې په ورځ د سويډن په پلازمېنه کې د قرآنکریم یوې نسخې ته اور واچول شو.
د رويټرز خبري آژانس په حواله، د اسلامي همکاریوو سازمان د يکشنبې په ورځ ووېيل چې قرآنکریم ته د سپکاوي پېښو د تکرار د مخنیوي له پاره اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.
له قاهرې څخه په دغه رپوټ کې زیاته شوې چې دغه مطلب د سعودي عربستان دولتي تلوېزیون خپور کړی او په کې راغلي چې دغه اقدامات باید له سعودي عربستان سره په همغږۍ ترسره شي. د اسلامي همکاریوو سازمان له خوا دغه غوښتنه تېره اوونۍ په سويډن کې د قرآنکریم د يوې نسخې د سوځولو تر پېښې وروسته د ېوې بېړنۍ غونډې پر مهال شوې ده.
په سویډن کې د يوه مسجد مخته د قرآن کريم سوځولو ته اجازه هغه هم د لوی اختر په ورځ، د اسلامي هېوادونو غبرګونونه راوپارول. د چهارشنبه په ورځ، ۲ کسان د ستاکهولم له مرکزي مسجده بهر د قرآن کریم يوې نسخې ته اور واچاوه.
زیاته شوې چې د قرآنکريم د سوځولو لپاره ۲۰۰ کسان راټول شوي وو او د احتمالي تاوتريخوالو د مخنيوي له پاره موظف ځواکونه هم موجود وو. هغه وخت یو سړي چې غوښتل ېې ډبرې وارې کړي ونیول شو.
د افغانستان، ایران او عراق په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو دغه عمل غندلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې ارتباط وېيلي: «د بیان آزادۍ په پلمه د سويډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنیت ورکول په کلکو ټکو غندو.»