ورزش

محمد شهزاد د بنګله دېش پر وړاندې په افغان لوبډله کې ونیول شو

محمد شهزاد، چې د ۲۰۲۱ کال په شل اووریز نړیوال جام کې یې د افغانستان لپاره پر نړیواله کچه لوبه کړې؛ د بنګله دېش پر وړاندې د شل اووریزو سیالیو لپاره د دغه هېواد د ملي لوبډلې د لوبغاړیو په نوملړ کې ونیول شو.

محمد شهزاد، چې د ۲۰۲۱ کال په شل اووریز نړیوال جام کې یې د افغانستان لپاره پر نړیواله کچه لوبه کړې؛ د بنګله دېش پر وړاندې د شل اووریزو سیالیو لپاره د دغه هېواد د ملي لوبډلې د لوبغاړیو په نوملړ کې ونیول شو.

راشد خان، چې تېره میاشت د بنګله دېش پر وړاندې په تست لوبه کې نه‌و؛ د شل اووریزو سیالیو لړۍ ته به د لوبډلمشر په توګه راستون شي.

دغه راز حضرت الله ځاځی، چې د روان کال  په لومړیو کې د پاکستان پر وړاندې د ۲۰ اووریزو لوبو له سیالیو ایستل شوی و؛ بېرته لوبډلې ته راستون شو.

وفادار مومند، چې په شل اووریزو او پنځوس اووریزو نړیوالو لوبو کې لوبېدلی نه‌دی؛ د صدیق الله اتل ترڅنګ یې په لوبډله کې ځای وموند، چې تېر مارچ یې په شارجه کې د پاکستان پروړاندې خپله لومړۍ شل اووریزه لوبه کړې وه.

د کوربه لوبډلې بنګله دېش پر وړاندې به دوه شل اووریزې لوبې د جولای پر څوارلسمه او شپاړلسمه په سیلهت کې ترسره شي.

افغان لوبډله: راشد خان (لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځي، محمد شهزاد، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق الله اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي، نوین الحق، فرید احمد، وفادال مومند، نور احمد او مجیب الرحمن.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *