افغانستان

امربالمعروف: حجاب د امارت نه، د خدای امر دی

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایاتو اورېدلو وزرات، د عامه اذهانو فکري سمون په خاطر ادبي او فرهنګي غونډه ترسره کړله.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایاتو اورېدلو وزرات، د عامه اذهانو فکري سمون په خاطر ادبي او فرهنګي غونډه ترسره کړله.

د غونډې په پیل کې د نوموړي وزارت د نشراتو رئیس عبدالغفار سباوون د ښه راغلاست تر څنګ و ویل، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایاتو اورېدلو وزارت په وړاندې ستونزې وې، خو مونږه بهانه نکړلې او د دعوت دا لاره مو تعقیب کړله.  نوموړي زیاته کړله، چې هڅه مو دا ده چې ټول کړه – وړه تر اسلامي نظام لاندې ترسره کړو. نوموړي دا هم و ویل، چې زمونږه موخې، په اسلامي او فکري تهذیب منظمه ټولنه رامنځته

کول، د اسلامي احکامو په رڼا کې د ټولنې سمون او په احسنه طریقه د منکراتو مخنیوی، لکه: د ښځو د جبري نکاح مخنیوی، د ښځو په بدو کې د ورکړې مخنیوی، د رشوت او فساد مخنیوی، پر ښځو د تاوتریخوالي مخنیوی، اسلامي حجاب په احسنه طریقه عملي کول، بندیانو ته د زدکړو برابرول، د شکایتونو حل او فصل کول او داسې نور دي.

 

د زرګرانو د اتحادیې رئیس سمیع الله ناظري له اسلامي امارت څخه خپل قاطع ملاتړ وښود او د نوموړي وزارت پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي باندې تحریم وغانده او له نړیوالو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت دې له نږدې څخه وګوري.

مولوي عبدالرحمن اخندزاده په خپله وینا کې و ویل، چې امربالمعروف، نهې عن المنکر د محمد ص کار و. نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې و ویلې، چې د دغه دعوت وظیفه ستاسې په غاړه هم ده.

نوموړي عالمانو او مشرانو ته په اشارې و ویلې، چې دعوت یې ضعیفه دی، د لمانځه په وخت کې ځوانانو او دوکاندارنو ته نه وایي چې لمانځه ته راشئ. هغه و ویل، چې کور په کور وکرځئ او غیراسلامي اثار له منځه یوسئ. د نوموړي په وینا چې غربي نړۍ دلته نه یوازې ځمکه تحریم کړې و، بلکې اذهان یې هم اشغال کړي و او اوس همدا اذهان جوړول د همدې وزارت او عامو خلکو کار دی.

 

د ازموینې ملي ادارې رئیس عبدالباقي حقاني و ویل، چې  افغانانو څلور لسیزې په جنګ کې وخت تېر کړي دي او همدا لامل دی چې مونږه له فکر او عصري اړخه ضعیف یو او همدا مشکل اوس هم شته دی. نوموړي افغانان د جهادي میدان استادان وبلل او ویې ویل افغانان که په دین پوه وي او که نه وي پوه، خو په دین قربانۍ ورکوي. نوموړي د نورو وزارتونو ته په نسبت د امربالمعروف وزرات زیمواري زیاته یاده کړله او غوښتنه یې وکړله چې باید د افغانانو په اذهانو کار وکړي.

د نوموړي وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین محمدفقیر محمدي هم خپله وینا وکړله، نوموړي و ویل، چې  حجاب د اسلامي امارت خبر نه، بلکې د خدای خبر ده او په دې اړه 70 احادیث شتون لري. هغه همدارنګه د نړۍ هغه بندیزونه وغندل چې په اسلامي امارت لګېدلي دي او ویې ویل چې اسلامي امارت داسې بندیزونه له خپله هدف څخه هیڅ پر شاه کولی نشي.

 

 

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *