افغانستان

ډبلیو ایچ او:  افغانستان کې د بېلابېلو ناروغیو شمېر ډېر شوی

دروغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، په وروستیو کې د هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې په مختلفو ناروغیوو داخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

دروغتیا نړیوال سازمان یا ‘ډبلیو ایچ او’ وايي، په وروستیو کې د هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې په مختلفو ناروغیوو داخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

ددغه سازمان په وینا، په وروستیوو دوو اونیوو کې دډينګي، کانګو تبې، او کولرا ناروغیوو پېښې د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي. دغه سازمان په خپرو کړیو معلوماتو کې وېیلي چې په وروستیوو دوو اوونیوو کې دډينګي د ۳۲ مشکوکو پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې تردې مخکې اوونۍ په پرتله ۱۸،۵ سلنه لوړوالی ښيي. دغه سازمان همداشان وېیلي په وروستیوو دوو اوونیوو کې دکابل له روغتونونو دکانګو تبې د ۴ مشکوکو پېښو په اړه راپورونه ورکول شوي چې ددې ناروغۍ له امله یو تن مړ شوی هم دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وېیلي، د ۲۰۲۳ کال له پيل راهیسې په ۱۳ ولایتونو کې په کانګو تبې داخته ۱۰۹ کسانو په اړه راپور ورکړل شوی چې ۹۹ سلنه یې له ۵ تر ۶۷کلونو دعمر کسان دي او ۶۱ سلنه یې هم ښځې دي. په دې ناروغۍ ترټولو ډېر کسان په جنوبي کندهار او په شمالي بلخ او جوزجان ولایتونو کې اخته شوي دي. همدا ډول په کولرا ناروغۍ داخته کسانو شمېر هم ډېر شوی چې دروغتیا نړیوال سازمان دمعلوماتو له مخې ۴۴۳۱ کسان پرې اخته دي چې علت یې یاد سازمان داوړي موسم پیل او ګرمي ښيي.

خو دغه سازمان بیا وېیلي چې په وروستیوو ۴ اونیوو کې په کرونا داخته کسانو شمېر کم شوی چې په وروستیوو ۴ اوونیوو کې له ۴۰۳۷ کسانو څخه چې دکرونا ازموینه یې ورکړی، ۶۱۶ یې په کرونا اخته وو او همدا ډول ۴ تنه له دې امله مړه شوي هم دي.

دروغتیا نړیوال سازمان لخوا وېیل شوي چې دشري ناروغۍ هم د ۲۰۲۳ کال د۱۰مې اوونۍ په پرتله کمه شوې ده، خو د دغه سازمان په وینا په دې برخه کې له هڅو سره بیا هم شری د ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کلونو په پرتله ډېر دی. دروغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په افغانستان کې دځینو ناروغیوو دډېرېدو خبره کوي چې هوا مخ په ګرمېدو ده او دډاکترانو په وینا په ګرمیوو کې دځینو ناروغیوو دډېرو او خپرېدو احتمال هم ډېر وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *