جهان

د کډوالو بېړۍ ډوبېدل:يونان کې د شکمنو کسانو محاکمه

د یونان په سوېل کې ۹ تنه د پیښې د کډوالو بېړۍ ډوبېدو په تړاو محکمې ته حاضر شوي دي. د ۷۹ کسانو وژل کېدل تایید شوي او د نورو قربانیانو لټون دوام لري. یونان؛ ډوبه شوې کښتۍ کې ۱۰۰ ماشومان هم سپاره وو.

د یونان په سوېل کې ۹ تنه د پیښې د کډوالو بېړۍ ډوبېدو په تړاو محکمې ته حاضر شوي دي. د ۷۹ کسانو وژل کېدل تایید شوي او د نورو قربانیانو لټون دوام لري. یونان؛ ډوبه شوې کښتۍ کې ۱۰۰ ماشومان هم سپاره وو. په یونان کې د کب نېونې له کښتۍ ژغورل شوي کسان وايي، له دوی سره په ډوبه شوې کښتۍ کې ۱۰۰ ماشومان هم سپاره وو. د سویلي یونان ساحل ته نژدې د دغې کښتۍ اوښتو پېښه کې ۷۹ کسان مړه شوی او له ۱۰۰ زیات ژوندي ژغورل شوي دي. ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي ځکه ګڼ کسان لا هم سمندر کې ورک دي. داسې هم وېیل کېږي چې په کښتۍ کې ښايي تر ۷۵۰ کسانو سپاره وو. دا په یونان کې د سږ کال تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي. کښتۍ د پیلوس سیمې له سمندر غاړې نژدې اتیا کیلومتره لرې د سې شنبې پر ورځ ناوخته په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوې د اروپايي ټولنې پوله ساتنې ادارې اړوند الوتکې عملې لیدلې وه. د کښتۍ یوې سپرلۍ هم ژغورونکی واسکټ نه و اغوستی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *