افغانستان

ملا نورالله نوري: د ورېښمو لارې رغول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول لري

د هریرود ساختماني شرکت مسئولینو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره د هغه په کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د هریرود ساختماني شرکت مسئولینو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره د هغه په کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسئولینو د چین او افغانستان تر منځ واخان سیمه کې د دواړو هېوادونو د ګډې ترانزیټې لارې د څرنګوالي او دواړو هېوادونو د توافق په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې.

دغه راز په یاده سیمه کې یې ساختماني چارو ته د چمتوالي ډاډ څرګند کړی دی.

ښاغلي نوري د بدخشان ولایت د واخان او پامیر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې واخان ترانزیټي لاره ۲۱۰۰ کاله تاریخي قدامت لري او له شپږو لسیزو را په دې خوا ترې ګټه نه ده اخیستل شوې   د افغانستان لپاره یوه حیاتي لاره ده او په اقتصادي برخه کې د هېواد په پښو درولو لپاره خورا زیات ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې چین په سیمه کې یو اقتصادي هیواد دی، که چیرته د ورېښمو لاره ورغول شي هېواد به له اقتصادي اړخه په پښو ودرېږي.

نوموړي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې موږ له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او د لارې رغولو په برخه کې هیله بښونکي پرمختګونه شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *