جهان

له وانګ یې سره د بلینکن په لیدنه پر کومو موضوعاتو خبرې شوې

انتوني بلینکن پیکینګ ته په خپل سفر کې له لوړپوړي چینایې چارواکي وانګ یې سره ولیدل. مخکې تر دې هغه د چین د بهرنیو چارو وزیر سره خپلې خبرې «رغنده» بللې وې.

انتوني بلینکن پیکینګ ته په خپل سفر کې له لوړپوړي چینایې چارواکي وانګ یې سره ولیدل. مخکې تر دې هغه د چین د بهرنیو چارو وزیر سره خپلې خبرې «رغنده» بللې وې. د تایوان مسئله د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو شخړه یزه موضوع ده. د چین او امریکا ترمنځ له څو میاشتنیو کشمکشونو وروسته، بالاخره د نړۍ دغه دوه ستر قدرتونه د مذاکراتو مېز ته کښيناستل. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له وانګ یې، لوړپوړي چینایي دیپلومات او چین د کمونیست ګوند د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مشر سره ولیدل. په کمونیست ګوند کې د وانګ یې موقعیت د بهرنیو چارو له وزیر څخه لوړ دی. وانګ یې ویلي چې امریکا او چین باید انتخاب وکړي؛ همکاري یا شخړه، خبرې اترې یا مخامخ کیدنه. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې چین د تایوان په مسئله کې مصالحې یا جوړجاري ته تیار نه دی. هغه د امریکا له خوا د چین مځکنۍ بشپړتیا ته د درناوي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې امریکا باید په ښکاره ډول د تایوان له خپلواکۍ سره مخالفت وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *