افغانستان

د پاکستان په بندخونو کې د افغان بندیانو ستونزمن وضعیت

هغه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې دي، وايي په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

هغه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې دي، وايي په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې وضعیت ته یې رسېدنه وکړي او د پاکستان له بندخونو یې ازاد کړي.

پاکستان کې بندي افغان کډوال وايي:«هیله لرو چې اسلامي امارت موږ د پاکستان له بندخونو ازاد کړي چې خپل هېواد ته ستانه شو او له دغه بد وضعیته خلاص شوو.»

پاکستان کې بل بندي افغان کډوال هم وویل:«موږ باید تر اختره خوشې شو. ډېر وخت کېږي چې د دغه هېواد په بندخونو کې په بند وضعیت کې یوو.»

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل، عبدالجبار تخاری وايي، د پاکستان حکومت باید نیول شوي افغانان ژر تر ژره خوشي کړي.

ښاغلی تخاري څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول ودرول شي. په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې د درملنې لپاره راځي، دوی باید د پولیسو له خوا ونه‌نیول شي. دا اړین دی او باید ورته پاملرنه وشي.»

د کډوالو د حقونو ځينې فعالان بیا په دې باور دي چې افغان کډوال په نورو هېوادونو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ طلوع‌نیوز ته وايي:«د ډېریو کډوالیو په ځانګړې توګه د ناقانونه کډوالیو علت تر ډېره کلتوري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو مسایلو ته ورګرځي، چې په دې منځ کې کډوال له بېلابېلو ننګونو سره لکه، غلا، یرغمل نیول، بېلابېل تېري او حتا له مرګ سره مخامخ کېږي.»

ورته مهال، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د کابل او تهران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تر دې دمه د ایران له زندانونو څه باندې زر تنه افغان کډوال ازاد شوي او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *