گزارش

عدلیې وزارت دشریعت برابرقوانینو پر پلي کېدو تینګاروکړ

عدلیې وزارت، د دې لپاره چې په محکمو کې د حقوقي او عدلي قضیو د هوارولو لپاره مسلکي او په کار پوه مدافع وکیلان وروزي، د ستاژ پروګرام پیل کړی و چې په لومړۍ دوره کې یې ۱۲۰ تنه فارغان    ورکړل.

 

عدلیې وزارت، د دې لپاره چې په محکمو کې د حقوقي او عدلي قضیو د هوارولو لپاره مسلکي او په کار پوه مدافع وکیلان وروزي، د ستاژ پروګرام پیل کړی و چې په لومړۍ دوره کې یې ۱۲۰ تنه فارغان

ورکړل.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالکریم حیدر د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د لومړۍ دورې فراغت غونډه کې د خپلو خبرو په لړکې د ټولنې د هوساینې لپاره د شریعت برابر قوانینو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې د عدلیې وزارت د ټول هېواد لپاره د قانون جوړونې مرجع ده او زیاته یې کړه: «د هیواد پر سطح قوانین جوړوي       خو د هغو اصولو پر بناء چې د ټولو مخلوقاتو خالق رالېږلي، نه هغسې چې یو څو کسان پرې متفق وي».

د نوموړي په وینا، د ټاکل شویو شرعي قوانینو د ښه تطبیق لپاره یې د مسلکي دفاع وکیلانو د روزلو پروګرام پیل کړی او ډاډ یې څرګند کړ، چې فارغ شوي وکیلان به هر ډول عصري او غیر عصري موضوع د شریعت په رڼا کې داسې څېړي، چې ګمان به کېږي په هماغه بخش کې روزل شوي دي.

حیدر دغه راز په ټینګار سره وویل، چې د امیرالمؤمنین د فرمان پر بنسټ کار کوي، چې د هر ډول قانون جوړېدو شرعي تخریج دې پیدا او جوت کړی شي.

د غونډې په جریان کې د عدلیې وزارت د تقنین عمومي رئیس فضل هادي صاحب زاده، د دفاع وکالت د ستاژ پروګرام او په دې برخه کې د مسلکي کسانو له روزلو عمده موخه، د شرعیت په تطبیق کې له نظام سره مرسته کول یاد کړل.

هغه وویل، له تېرو بې نظمیو او جګړیزو حالاتو څخه د اسلامي امارت محکمو او دار الوکالتونو ته پرېمانه حقوقي او عدلي قضیې ورپاتې دي. په وینا یې: « د دې لپاره چې د مدعي یا مدعي علیه دعوه د محکمو له اصولو سره سم مخکې یوړل شي، نو لازمه وګڼل شوه چې په دې برخه کې مسلکي وکیلان وروزل شي او د هغوی د روزلو لپاره د ستاژ برنامه جوړ شوه».

د صاحب زاده په وینا، که له وړاندې په دې برخه کې د کار کولو لپاره پخواني وکیلان د دوی له لوري په ټاکلو شرایطو برابر وي، د عدلیې وزارت د جوړې شوي ستاژ برنامي له بیا بشپړولو مستثناء کېږي.

هغه دغه راز وویل، سره له دې چې دوی په ۹ میاشتو کې د دفاع وکالت د ستاژ پروګرام له لومړۍ دورې ۱۲۰ تنه فارغان ورکړل، خو د دفاع وکالت په برخه کې د مسلکي او تخصصي کسانو د روزلو دغه لړۍ دوامداره ده او په خبره یې په روانه دوهمه دوره کې ۱۷۲ تنه عملاً په زده کړو بوخت دي.

د فارغ شویو مدافع وکیلانو په استازولۍ وکیل عبدالرحمن مولوي زاده د خپلو خبرو په جریان کې وویل، چې د چارو د ښه ترسراوي لپاره یې د مشرانو هغسې ملاتړ ته اړتیا ده، چې د زده کړو او عملي تجربو د تر لاسه کولو پر مهال یې تر شا ولاړ وو.

د عدلیې وزارت د مسئولینو په وینا، دوی د وزارت په تشکیل کې د دفاع وکالت او تقنین ریاستونو په څېر د حقوقي مساعدینو په نوم یو ریاست لري، چې په فارغ شویو کسانو کې د دغه ریاست ۱۱ تنه شامل دي او دوی به د هغو مدعي او مدعي علیه دعوه په وړیا توګه مخکې وړي، چې د خپلې دعوې د دفاع لپاره مادي وړتیا نه لري.

نذیر منیب- انیس

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *