ورزش

کرېکټ:  د افغانستان ملي لوبډله له بنګله دېش سره ټېسټ سيالۍ کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته تللې چې د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره خپله یوازنۍ پنځه ورځنۍ یا ټېسټ لوبه وکړي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته تللې چې د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره خپله یوازنۍ پنځه ورځنۍ یا ټېسټ لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د روانې جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې دوام وکړي. دا لوبه به د بنګله دېش د پلازمېنې ډهاکې په شېر بنګله کرېکټ لوبغالي کې وشي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف وېیلي، افغان لوبغاړي د دغو سیالیو لپاره پوره چمتو دي. د لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په سريلانکا کې تمرینونه کړي او پاتې نورو په افغانستان کې خپلې تیارۍ کړې دي.

د ښاغلي اشرف په وینا په لوبډله کې تر ډېره هڅه شوې هغو لوبغاړو ته ځای ورکړل شي چې مخکې هم په ټسټ لوبو کې ښه ځلېدلي وو.

په افغان لوبډلې کې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، ابراهیم ځدراڼ، ناصر جمال، عبدالمالک، بهیر شاه محبوب، افسر ځاځی، اکرام علي خېل، کریم جنت، ظاهر خان پکتین، حمزه هوتک، اظهارالحق نوید، ابراهیم عبدالرحیمزی، یمین احمدزی او نجات مسعود شامل دي.

دغه راز نور علي، ضیا اکبر، عظمت عمرزی او سعید شېرزاد په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوې دي.

راشد خان په لوبه کې نشته<

خو د افغانستان د توپ اچونې مشهوره څېره راشد خان په دغو لوبو کې نشته.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي راشد خان ته د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې ټسټ لوبه کې ارام ورکړل شوی دی. ځکه راشد خان ته د ملا په برخه کې درد پیدا شوی و، چې له امله یې د سريلانکا پر وړاندې په لومړیو دوو سیالیو کې هم ونه لوبېد. نوموړی که څه هم په درېیمه لوبه کې د لوبډلې برخه و، خو د لوبډلې د مدیره هیئت، فیزیو یا ډاکټر او غوراوي کمېټې د غړو ترمنځ له اوږدو سلا مشورو وروسته دا پرېکړه شوې چې د نوموړي اوږدمهالې روغتیا ته باید پاملرنه وشي او له همدې امله د بنګله دېش پر وړاندې د راتلونکې یوازنۍ ټيسټ لوبې لپاره په لوبډله کې نه دی اخیستل

شوی.

افغان کرېکټ بورډ دا هم ویلي،”دا چې افغان لوبډله په راتلونکو څو میاشتو کې د اسیا جام او نړیوال جام په څېر مهمې سیالۍ په مخ کې لري نو د افغانستان کرېکټ بورډ هم غواړي چې د راشد خان د روغتیا په اړه له احتیاطه کار واخلي. ”

افغانستان وړاندې تر دې په ۲۰۱۹ کال کې له بنګله دېش سره یوه ټېسټ لوبه کړې وه چې افغانستان په لوړ توپیر ګټلې وه.

افغان لوبډلې تر اوسه ټولې شپږ نړیوالې ټېسټ لوبې کړي چې درې یې ګټلي او درې نورې یې بایللې دي.           بی بی سی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *