افغانستان

بې پولې ډاکټران: هلمند کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ۳۲ سلنه ډېر شوی

په افغانستان کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنه وايي، په هلمند کې د روان میلادي کال په لومړیو څلور میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د خوارځواکو ماشومانو شمېر څه باندې ۳۲ سلنه ډېر شوی دی.

په افغانستان کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنه وايي، په هلمند کې د روان میلادي کال په لومړیو څلور میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د خوارځواکو ماشومانو شمېر څه باندې ۳۲ سلنه ډېر شوی دی.

دغه ټولنه وايي، په تېرو څلو میاشتو کې یې ډاکټرانو یوازې په مرکز «لښکرګاه کې په خپلو مرکزونو کې د ۱۰۶۱ خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې.»

بې پولې ډاګټران د خوراځواکو ماشومانو د درملنې ورته مرکزونه په کابل او هرات کې هم لري.

په افغانستان کې  د بې پولې ډاګټرانو د اړیکو برخې مشر ټام وېیلي: «اقتصادي کړکېچ او په ولسوالیو کې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی اوس د خوارځواکۍ اصلي لاملونه بلل کېږي.»

د بې پولې ډاکټرانو په وینا، ځینې مېندې د اقتصادي ستونزو له امله خپلو کوچنیانو ته «کافي خواړه» نه شي برابرولی او له همدې امله ماشومان په ځوارځواکۍ اخته کېږي.

په افغانستان کې چې روغتیايي سیستم یې له لویه سره پر بهرنیو مرستو پايي،خو دغه مرستې کمې شوې دي.

بې پولې ډاګټران او د افغانستان روغتیاي چارواکي هم وايي چې د ۲۰۲۱ کال له اګېست راهیسې د نړیوال بانک په ګډون د ډېرو نړیوالو بنسټونو مرستې له روغتیايي برخې سره کمې شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *