اجتماعی

ککړه هوا او د مخنيوي لارې يې

د ژمي په را رسيدو سره معمولا هوا ککړيږي، خو د کابل ګڼ ميشتی ښار د نړۍ  د ککړو ښارونو په سر کې راځي. ژمي کې د کابل هوا داسې ککړه وي ‌چې ساه اخیستل پکې ګران کار وي او په ځانګړې توګه د شپې له لوري د پلازمېنې هوا یوازې لوګی وي، چې د ګڼو هلاکوونکو ناروغيو سبب کيدای شي. د روغتيايي کار کوونکو په وينا، چې د کابل ککړه هوا په کال کې تر (۳۰۰۰) زياتو وګړو ژوند اخلي. په لاندې ليکنه کې د هوا د ککړتيا په لاملونو او د مخنيوي په لارو چارو تم کيږو.

د ژمي په را رسيدو سره معمولا هوا ککړيږي، خو د کابل ګڼ ميشتی ښار د نړۍ  د ککړو ښارونو په سر کې راځي. ژمي کې د کابل هوا داسې ککړه وي ‌چې ساه اخیستل پکې ګران کار وي او په ځانګړې توګه د شپې له لوري د پلازمېنې هوا یوازې لوګی وي، چې د ګڼو هلاکوونکو ناروغيو سبب کيدای شي. د روغتيايي کار کوونکو په وينا، چې د کابل ککړه هوا په کال کې تر (۳۰۰۰) زياتو وګړو ژوند اخلي. په لاندې ليکنه کې د هوا د ککړتيا په لاملونو او د مخنيوي په لارو چارو تم کيږو.

په ښارونو کې د هوا د ککړتیا لاملونه:

-د چاپیریال ساتنې لپاره د سیاسي ارادې نشتون: د اشغال په تيرو شلو کلنو کې د نورو ناخوالو ترڅنک يو عمده مشکل دا هم جوړ شوي، چې د کابل هوا پکې د سياسي ارادې د نشتوالي له کبله تر بل هر وخت چټله شوې ده، که د دې مشکل مخه په لومړي سر کې نيول شوي وای اوس يې هم کنترول اسانه و.

-جغرافیايي موقعیت: یعنې د کابل له ښاره غرونه را چاپیر دي او دغه شا وخوا غرونه د دې لامل ګرځیدلي  ترڅو ګرد او لوګی پرې نږدي چې د کابل له ښاره ووځي.

-په کابل ښار کې د چاپیریال په برخه کې د هوا ککړتیا ته کمه پاملرنه.

-د بریښنا کمښت.

-د نفوس زیاتوالی.

-له غیر معیاري تېلو کار اخیستنه.

-د پلاستیکونو، سوي مبلایلو، ټېرونو او ډېزلو څخه د سوزېدو لپاره ګټه اخیستنه.

-د خښتو د بټیو موجودیت.

-فابریکو، حمامونو او هوټلونو کې د لرګیو، ډبرو سکرو او نورو بې کېفیته شیانو سوځول.

-کورني جنریټرونه کارول، د فاضله موادو سکاره او ربړونو سوځول.

-د ځنګلونو او د ونو پرېکول، د شنې سیمې کمېدل او د زراعت له منځه تګ: د کابل ښار غونډۍ او تپې چې باید د ښار د شېن والې او ښکلا موجب ګرزېدلې وای نن په بې پلانه او بې معیاره کورونو پوښول شوې دي.

-د وګړو ناغېړي،  لکه د کورونو خځلې او نور ګند په خلاصه ساحه کې غورځول او …

-ډېر ګردجن سړکونه.

-بې نظمه ښاري ټرانسپورټ: په ښارونو کې موټرو ګڼه ګوڼه، د زړو موټرو زیاتوالی يعنې داسې موټر چې د نړیوال معیار څخه ټیټ او په نوره نړۍ کې دا ډول موټر د ګرځېدو اجازه نه لري. همدا شان په موټرو کې د ټیټ کیفیته تیلو څخه ګټه اخیستل او د ترافیکي مدیرت نه شتون.

-نا پلان شوې ښاري پراختیا: یعنې د اشغال پرمهال په کابل کې جوړې شوې ودانۍ زياتره د پلان او نقشې مطابق نه دي جوړې شوې.

-د اوسیدو په ساحو کې د صنعتي فابریکو جوړول.

-کابل کې  ښارګوټي  او د ودونو هوټلونو کې د تصفیه خانو نشتون.

-د کابل ښار  هوا د ککړیدو مخنیوی:

د افغانستان په څیر جنګ ځپلي هیواد پلازمینه کې د پورته یادو شويو لاملونو  مخنیوی اسان کار هم نه دی ځکه دلته که څه هم في الحال يوه ښه حکومتولي شتون لري، خو ترسره پهدې برخه کې نتیجه وره پالیسي او اړینه تکنالوژي نشته، د زړو موټرو د ترمیم منظم سیستمونه نشته، له بلې خوا دا زاړ موټرونه د بیوزلو هیوادولو لپاره د روزۍ پیداکولو وسیله ده. او د  له منځه وړلو په بدل کې یی د تاوان ورکولو وس د اسلامي امارت په لاس کې نشته. خو که اراده او له شته امکاناتو څخه سالمه استفاده او تخصص شتون ولري د امکان تربریده یی مخه نیول کیدای شي.

-د ککړې هوا د مخنيوي لپاه پلان ګزاري: یعنې ذيدخله ادارې بايد داسې پلان جوړ او عملي کړي، چې د ځمکو څخه د تل پاتې ګټې اخیستنې  لپاره وي؛ د استوګنې په ساحو کې صنعتي کار خونې جوړې نشي او همداسې د لویو پروژود چاپیریال ارزونې پرمهال د هوا کیفیت ته ډیر پام وکړل شي، د بیلګې په توګه، د الوتکو او نورې لویې لارې باید له استوګنځیو ډېرې لرې وي.

-د شنو ونو کينول: ټولې شنې ساحې بايد بیا ورغول شي.که پسرلي ته په کوڅو، د سرکونو غاړو، ګلدانونو د ښار چاپيره او همدارنګه په شنو ساحو کې د کابل ښار اوسيدونکي يو نيالګی کينوي اوه ميليونه نيالګي کيږي.

-عامه پوهاوی: باید په هر کچه عامه پوهاوي ته کار وکړل شي، ښاریانو ته د چاپېریال ساتنې ارزښت او اړتیا او مسؤولیتونه وروښودل شي. په مدرسو، مکتبونو، لېسو او پوهنتونو کې د چاپېریال ساتنې په اړه سېمېنارونه او ورکشاپونه ترتېب شي، د ذيدخله ادارو مشران بايد د عامه پوهاوي لپاره د ټولو ادارو سره په همغږۍ يو پلان جوړ او عملي کړي او هر هيوادوال په دې پوه کړي، چې د ناروغیو د له منځه وړلو لپاره زموږ د هېواد هر وګړی مکلف دی چې چاپیریال ساتنه کې له هیڅ ډول هڅو ځانونه ونه سپموي.

-د ښاري ترانسپورت تنظيم: د ښاري ترانسپورت په واسطه د رامنځ ته شوې ککړتیا د اصلاح لپاره زاړه موټرونه بايد له ښاره اطرافو ته وليږدول شي. په نوي تکنالوژۍ سمبال موټر په تدريجي ډول ښار ته را وارد کړل شي، د هغو د تیلو په کیفیت تمرکز وشي او ورو ورو د ډيزلي موټرو ځای پطرولي اوبيا بريښنايي موټر ونيسي.

-د برېښنا او ګاز کمیت او کیفیت ته پام وشي او بیې یې راښکته شي،  تر څو خلک مجبور نه شي چې د کورونو د ګرمولو لپاره په بخاریو کې د ډبروسکاره او نور ککړوونکي توکي وکاروي.

-فاضلاب بايد کنترول شي: په څاګانوکې د فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره قوانین او مقررات  جوړ او پلي شي. په ښار کې  فاضله مواد  سم راټول، انتقال او پروسس شي.

-د استوګنې ځايونو څخه

صنعتي کار خونې بايد لرې کړای شي: د اوسیدو ساحو کې نږدي صنعتي کار خونې یايد د لوګيو د تصفيې فلترونه نصب کړي او که دا کار نه کوي، نو د عامه ضرر د مخنيوي په پار بايد وتړل شي.

-د سړکونو پخول: خام سړکونه او کوڅې پخې، د څنګ ویالې یې جوړې او د باران  اوبه مدیرت شي، دا چې پخول وخت او امکانات غواړي، تر هغې بايد د کوڅې د اوسيدونکو لخوا آبفاشي شي؛ ځکه د اوبه شيندل د ککړتيا مخه نیسي. او يا جغل کاري شي، څو د ګرد او غبار مخه ونيول شي.

-د پخو خښتو بټۍ یايد خپل توليد معياري کړي: د ښار شا اوخوا چې کومې د خښتو بټۍ په زوړ تخنیک تولید کوي، مالکین يې باید خپلې بټۍ د نوي تخنیک سره عیارې کړي او د لوګي د تصفیې لپاره ځانګړي معيارونه دا مينځته کړي.

-بار بار د استسقاء لمونځ کول: د چاپيريال ساتنې کارپوهان وايي: «د جیانګ او شمالي کارولینا ایالت پوهنتونونو څېړونکی “شاؤ کای یو” چین کې د ککړې هوا د پاکوالي لپاره یو نظر وړاندې کړی ، په دې مېتود کې هوا ته د اوبو ورولو په موخه د ښار لوړو ودانیو په بامونو د اوبو شیندونکې آلې لګول کېږي، ترڅو معلق ذرات د اوبو د څاڅکو سره له منځه لاړ شي، کټ مټ لکه څنګه چې د باران څاڅکي ګرد او غبار له منځه وړي. د جیو انجینرۍ دا عصري سیستم د باران په څېر د لوړو ودانیو څخه د نوزلونو په کارولو سره هوا ته د اوبو څاڅکي شیندي او ککړه هوا د دوړو او ګردونو څخه پاکوي. په کابل کې د ذراتو اندازې ته په کتو کېدای شي د یاد پلان په پلي کولو سره د هوا ککړتیا ستونزه یو څه حل شي. دا سیستم په چاپېریال هېڅ کومه اغېزه نه لري او یوه خوندي طريقه ده، چې د هوا ککړتیا په کچه کې د پام وړ کموالی راوړلای شي، دا سیستم په اسانۍ سره په کم لګښت د لوړو ودانیو په سر ځای په ځای کېږي، کنترول او ساتنه یې اسانه ده او بل پلو ته دا سیستم مهارت لرونکي کارکوونکو ته هم اړتیا نه لري». پورته طريقې ته په وکتو ويلی شو، چې که مسلمانان د الله تعالی لوري ته پام واوړي، د دنيا هيڅ کار او ستونزه يې ناحل نه پاتې کيږي، بايد په حکومتي کچه د باران په ځنډيدو سره يو عام حکم صادر کړل شي، چې په ټوليز ډول دې د استسقاء لمونځ ادا کړلی شي، چې له هر ډول لګښت پرته د هوا د ککړتيا ستونزه ورسره کميږي.

-احتياطي تدابير نيول: د ککړې هوا اغېز د کمولو لپاره بايد د پلازمینې کابل اوسېدونکي د احتیاطي تدبیرونه ونيسي. له اړتیا پرته له ګرځېدو ډډه وکړي، د ماسکونو په واسطه خولې او پزې پټې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *