په لغمان کې د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وایي، چې د دغه ولایت د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وایي، چې د دغه ولایت د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل، چې دغه ډول مشاعرې د ځوانانو په فکري روزنه کې مثبت رول او د یو مکتب حیثیت لري، ځکه د نوي نسل په روزلو او بیداره کولو کې ګتورې تمامېږي.
ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د مشاعرې ګډون والو ته وویل، چې لغمان د افغانستان له هغو ولایاتونو څخه دی چې د فتوحاتو د لړۍ پیل له همدې ځایه شوی اوس په ټول هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شوی دی.
هغه د دغه ولایت په شاعرانو، ځوانانو او مشرانو غږ وکړ چې د مشاعرې په لا غني کولو کې دې ورسره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې په کندهار کې د انار ګل او په زابل کې د بادام ګل مشاعرې هم ترسره شوې دي.