افغانستان

د عدليې وزارت سرپرست د نورستان د قومي مشرانو ستونزې واورېدې

د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو مځکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره  وکتل.

د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو مځکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره  وکتل.

په دغه کتنه کې، د دولت د قضایاو لوی رییس مولوي احسان الله وثیق، د تقنین لوی رییس مفتي فضل هادي صاحب زاده، د قوانینو د طرحې پروژې شیوخو او د نورستان ولایت یو شمېر مشرانو او مخورو ګډون کړی وو.

د نورستان مشرانو او مخورو د دغه ولایت د څړځایونو او مالچرونو په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه يې شريک کړل.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو مځکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د نورستان تخنیکي پلاوي رییس ته لارښوونه وکړه، چې د دغه ولایت د خلکو په همغږۍ هدیرې، جومات، روغتون او د خلکو نورو ضروري اړتیاو لپاره مناسبه مځکه مشخصه کړي.

د مځکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رییس د نورستان ولایت مشرانو او مخورو ته وویل چې د اسلامي امارت مقامات او مشرتابه د خلکو د غربت، مسکن او نفقې په فکر کې دي او هڅه کوي چې د خلکو ضرورتونه په غوره توګه حل کړي.

نوموړي یادو قومي مشرانو ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *