اجتماعی

د بنسټیزو پروژو تطبیق هېواد د ځان بسیاینې پرلور بیایي

داحقیقت خو واقعاً ټولوته روښانه شوی چی په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره، د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پیل او بیارغونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده، چې ښه بیلګه یې د هېواد په شمال کې د قوشتیپې کانال ستره بنسټیزه پروژه ده، چې له نیکه مرغه د هېواد دیوې سترې او اساسي پروژې قوشتیپې کانال د لومړۍ برخې کارونه هم په ډیرې چټکۍ او بریالي ډول په دې وروستیو کې پای ته ورسیدل، دغه سترکانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی لري، چې دبلخ ولایت – کلدارولسوالۍ د آمو له سیند څخه پیلېږي او د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې ختمېږي، بر یې شاوخوا سل «۱۰۰» متره او ژوروالی یې ۸،۵ اته عشاریه پنځه متره دی، دغه کانال په یوه ثانیه کې د ۶۵۰ مکعب مترو اوبو د انتقالولو ظرفیت لري او شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

د قوشتیپې کانال کارونه درې پړاوونه لري، چې اول پړاو یې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د آمو سیند څخه پیل او دبلخ ولایت تر دولت آباد ولسوالۍ پورې رسېږي، چې ددغې برخې کارونه د الله تعالی په مرسته او د اسلامي امارت د ډیر تمرکز له امله په ډیر ښه ډول پای ته ورسیدل، د دوهمې برخې اوږدوالی ۱۷۷ کیلو متره دی، چې د بلخ له دولت آباد څخه پیل او د جوزجان ولایت له آقچې ولسوالۍ څخه تیریږي او دفاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته رسیږي، چې د لومړۍ برخې د بشپړیدو څخه وروسته د دویمې برخې کارونه هم پیل او په ښه ډول پرمخ روان دي، همداراز ددې کانال دریېمه برخه یې پرزراعتي ځمکو د فرعي کانالونو تقسیم دی، چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی.

دد غې پروژې مهم اړخ دادی چې ټولې تخنیکي او فني چارې یې د افغاني انجینیرانو او شرکتونو له لورې مخته وړل کېږي، بله مهمه نقطه یې داده چې ددغې سترې او ملي پروژې تمویل له هر ډول بهرنی مرستې پرته له کورنۍ بودیجې څخه کېږي.

د یادونې وړ ده چې د قوشتیپې کانال پروژه ډیره مهمه او یوه حیاتی پروژه ده، چې په  جوړولو سره یې افغانستان د زراعت او خوراکي توکو د تولید په برخو کې پرځان بسیا کېږي او د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې ددغې پروژې په بشپړیدو سره زراعت صنعتي کېږي او د افغان مظلوم ملت لپاره هم خورا ډیرې اقتصادی ګټې لري.

له شک پرته چې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندوارگانونوله لورې دهېواد په شمال کې د قوشتیپې کانال او ترڅنګ یې په نورو ولایتونو کې د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونو دتطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هېواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ د قدر وړده، ځکه چی تراوسه یی دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهېواد په یوشمیر ولایتونو کی ډول ډول ټولګټې پروژې طرحه اوتطبیق کړیدي، په دې هیله چې په ټولیزه توگه د ګران هېواد د آبادي ، سمسورتیا او ښیرازي په موخه د افغانستان اسلامي امارت د شته امکاناتو ترڅنگ د مرستندویو هېوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغیزمنو، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږهېواد آباد، ودان، سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهېواد په گوټ گوټ یعنې کلیو، بانډو او ښارونو کې د مختلفو ټولګټو، بنسټیزو اورغنیزو پروژو دعملي بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کی به هم گڼ شمیر هېوادوالو ته چې همدا اوس د هېواد په مختلفو ساحوکې له بې کاري اوبې روزگاري څخه سرټکوي او په ورځني ژوندکې له بې شمیره ستونزو سره لاس اوگریوان دي په هېواد کې دننه دوئ ته د سالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هېواد آباد او ودان شي اوله بله پلوه به گڼ شمیربې کاره او بې روزگاره هېوادوال چې د کارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته د تللو تکل لري دوئ به هم د بیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن او ربړوونکي حالت څخه وژغورل شي او په هېواد کی دننه به له سالمو بوختیاوو څخه برخمن او د گران هېواد افغانستان په آبادي او ښیرازي کې به  هم په ښه ډول سهیم شي او په دې توگه زمونږ هېواد  به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ په لور پرمخ ولاړ شي او ان شاالله چې له هره پلوه به ځان بسیاینې ته هم ورسېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *