جهان

د هندي زومانو لوړې زده کړې او ښه دنده د خسرګنۍ د لوړ ولور لامل شوې

په هند کې د نارینه وو لپاره د کار او زدکړو د فرصتونو په ډېرېدو سره د ولور (جهېز) اندازه لوړه شوې ده. د ولور ورکول په سویلي آسیا کې له پېړیو راهیسې پخوانی دود دی، چې د ناوې کورنۍ د زوم کورنۍ ته نغدي پیسې، جامې، ګاڼې او نور سامان ورکوي.

په هند کې د نارینه وو لپاره د کار او زدکړو د فرصتونو په ډېرېدو سره د ولور (جهېز) اندازه لوړه شوې ده. د ولور ورکول په سویلي آسیا کې له پېړیو راهیسې پخوانی دود دی، چې د ناوې کورنۍ د زوم کورنۍ ته نغدي پیسې، جامې، ګاڼې او نور سامان ورکوي. که څه هم هند کې دا کار د ۱۹۶۱ کال راهیسې ناقانونه شوی، خو لا یې هم وده کړې او ډېر کله د ښځو د کورني تاوتریخوالي د رامنځته کېدو او آن د مړینې لامل کېږي. د سویلي کلفورنیا له پوهنتونه جفري ویور او د وېرجینیا له پوهنتونه ګاور او چیپلانکر هند کې ۱۷ ګڼ نفوسه ایالتونه ارزولي چې اقتصادي ودې سره د ولور اندازه هم لوړه شوې ده،د نارینه وو زده کړې او ښې دندې د ولور اندازې د لوړوالي لامل شوې. یعنې تحصیل کړی او ښه زوم چې ښه دنده هم ولري د خسر له کوره به ډېر ولور وړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *