افغانستان

په کابل کې څه باندې ۳۳زره سوالګر راټول شوي

د سوالګرو راټولولو کمېټې مسئولین وايي چې په کابل کې یې څه باندې ۳۳زره سوالګر راټول کړي دي.

د سوالګرو راټولولو کمېټې مسئولین وايي چې په کابل کې یې څه باندې ۳۳زره سوالګر راټول کړي دي.

له دې ډلې 14 زره او ۴۵تنه یې ښځینه، له ۱۵زره ډېر یې ماشومان او څه باندې 5زره یې نارینه دي.

دغه راز په دې کې له ۱۳زره ډېر یې احتمالي سوالګر پېژندل شول چې سرې میاشتې ته معرفي شوي او نږدې ۲۰زره یې حرفوي سوالګر بلل شوي دي.

په کابل کې د سوالګرو کمېټې غړي شریف‌الله شرافت وايي چې په کابل ښار کې شاوخوا ۸۰فیصده سوالګر راټول شوي او دغه پروسه لا هم روانه ده.

«زموږ د راټولولو پروسه مطلق تړل شوې نه ده، بلکی لا هم دوام لري او هغه سوالګر چې په پټه یا ښکاره ښار ته راوځي او سوال کوي، زموږ د کسانو لخوا نیول کېږي او د قومندانۍ له خوا راوړل کېږي، تر بایومټریک وروسته سره میاشت، وزارتونو او خیریه موسسو ته د مرستې په هدف معرفي کېږي.»

بل لور ته یو شمېر ښاریان بیا وايي چې لا هم د ښار په واټونو او کوڅو کې سوالګر تر سترګو کېږي.

د کابل اوسېدونکی عبدالحی وايي چې له پل سرخ، کارته سه او کارته چهار څخه ډېر سوالګر راټول شوي، خو تر بایو میټریک وروسته یې بېرته سوال کولو مخه کړې.

«اوس بیا په ډېرېدو دي. مشتریان ترې تر پوزې راغلي او په ښه زړه سودا نه شي کولي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی سمیع الله هم همدا موضوع تاییدوي او وايي: «حکومت باید دوی داسې راټول کړي چې بېرته مجبور نه شي ښار کې سوال وکړي، ځکه ډېری یې تر بایومټریک کېدو وروسته بیا هم سوال کوي.»

د چارو شنونکي بیا وايي چې د فقر له منځه وړلو له‌پاره باید خلکو ته کاري زمینې برابرې شي. د اقتصادي چارو کارپوه احسان‌الله احسان وايي چې حکومت باید دغه پدیدې سره اوږده مهاله مبارزه وکړي او خلکو ته کار پیدا کړي.

«د دې لپاره چې د اوږد مهال لپاره د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي، نو حکومت ته په کار ده چې له ښارونو څخه راټول شویو سوالګرو ته حرفوي اوږدمهاله پروګرامونه برابر کړي او د دې تر څنګ د حکومت او خصوصي سکټور په اډانه کې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.»

د یادولو وړ ده چې د سوالګرو راټولولو کمېټه تېر کال د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري رامنځ ته شوه چې تر اوسه یې له ۳۳زرو ډېر سوالګر په کابل کې راټول کړي او اوس دغه پروسه ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *