افغانستان
د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه لسګونه منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۵۶ تنه ځوان منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابیلو څانګو له دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته پرون د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو په یاده غونډه کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې په ټولو شرعي امورو کې د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړي او دنده د الله ج د رضا او اسلامي نظام ته د ښه خدمت په موخه ترسره کړي.
په ورته وخت کې تازه فارغ شویو سرتېرو د اسلامي نظام څخه د ساتنې او دفاع په موخه د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود او ژمنه یې وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به ورسپارل شوي مسئولیتونه په ښه توګه تر سره کوي.