افغانستان

په ننګرهار کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي

که څه هم سږ کال په ننګرهار کې ږلۍ او نورو طبیعي آفتونو بزګرانو او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه واړول، خو له دې سره سره یو شمېر باغ‌لرونکي په دغه ولایت کې د شفتالوانو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي.

که څه هم سږ کال په ننګرهار کې ږلۍ او نورو طبیعي آفتونو بزګرانو او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه واړول، خو له دې سره سره یو شمېر باغ‌لرونکي په دغه ولایت کې د شفتالوانو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي.

خان آغا چې په بهسودو ولسوالۍ کې په پنځه جریبه ځمکه د شفتالوانو باغونو لري وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې ګټه وټه زیاته شوې، خو د باغونو په ساتنه او پالنه کې د ځانګړې روزنې نشت او حاصل ته د رسېدو پر مهال د ځینو امراضو رامنځته کېدو باغداران له ستونزو سره مخ کړي دي.

کلیپ:

«سږکال خو د شفتالانو حاصلات ښه وو  خو کله چې زموږ شفتالوانو حاصل ته  رسېږي، نو ځینې امراض په کې پیدا کېږي چې له کبله یې حاصل له زیان سره مخ کېږي. دغه راز موږ غوښتنه کوو چې کرنې ریاست باید د باغدارۍ په برخه کې باغدارانو ته ځانګړې روزنه ورکړي، څو حاصل نور ښه شي.»

یو شمیر نور بڼ لرونکي شریف الله او سید محمود که له یوې خوا د شفتالوانو حاصل ته خوښ دي، خو له بلې خوا د هېواد په بازارونو کې ټېټې بیې اندېښمن کړي دي.

د دوی په خبره، په یوه وار په زیاته کچه شفتالوانو بازار ته عرضه کېږي او د لوی مارکېټ د نشت له کبله ښايي ګټه وټه يې زیاته نه وي.

دوی له حکومت غواړي چې د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

شریف الله زیاتوي:

«عموماً د تازه مېوې بازارونه خراب دي او هغه څه مصرف چې پرې شوی وي، هغه هم نه شي پوره کولای. د دغو د ساتلو لپاره سړې خونې په کار دي. دا نه په ونه کې ساتل کېږي او نه یې موږ په عادي کوټو کې ساتلی شو.»

سید محمود:

«هغه تازه مېوې چې له بهر څخه افغانستان ته واردیږي باید په تعرفې لوړې کړي، چې په دې سره به د هیواد په داخل کې د تازه میوې بیې ښې شي.»

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي په تېرو کلونو کې د دغه ریاست له خوا د شفتالوانو د باغونو جوړول د یاد محصول د زیاتوالي لامل بولي.

د دغه ولایت د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري وایي، سږ کال له ۳۰۱۵ هکټاره ځمکې د شفتالوانو ۹۸۷۶ مټریک ټنه حاصلات راټولېږي، چې د تېر کال په پرتله به یې حاصل لوړ وي.

اکبري زیاتوي:

«د کرنې ریاست په داخل او بهر کې له موسساتو او سوداګرو سره په اړیکه کې دي، څو د خپلو تازه میوو لپاره بازار موندنه وشي او له دې لارې به د باغدارۍ برخه نورهم تقویه کوو.»

پر ننګرهار سربېره، په ختيځ کونړ او لغمان ولایتونو کېهم د شفتالوانو باغداري مخ په پراخېدو ده چې پر ۱۵۰ هکټاره ځمکه د شفتالوانو جوړو شویو بڼونو څخه به یې سږ کال د ۱۰۵ میلیونه افغانو په ارزښت نږدې درې زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *