اجتماعی

د برېښنایي بندونو په جوړولو دې ډیره پانګونه وشي

افغانستان  دټولو افغانانو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هیواد چې د تېرو کابو څه باندې څلورولسیزو په لړ کې د پردیو له لورې د تپل شوې جگړې په ترڅ کې په بیلابیلو برخوکې سخت زیانمن شوی دی نونن سبا یې واقعاً د آبادولو ، رغولو ، سمسورتیا او ښیرازۍ په برخه کې هر پتمن هیوادوال ځانگړی مسئولیت لري او ددې ترڅنگ د افغانستان اسلامي امارت هم په مختلفو برخو کې لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره منظم لنډمهال ، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه  ترلاس لاندې لري ترهغه چې په ټول هیواد کې په انډولیزه توگه  په هراړخیز ډول رغنیزې او بنسټیزې پروژې پلې کړي ، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د مسوولو ارګانونو له خوا  دهیواد په بیلابیلو برخو کې د ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنگ د برېښنا د بندونو د جوړولو او رغولوته هم یوڅه پاملرنه ور اوښتې ده اوپه دې موخه ډیری کوښښ دادی چې په هیواد کې دننه د برېښنا پرتولید پانګونه وشي ترڅو له بهره پر وارداتي برېښنا د اسلامی امارت اتکا کمه شي او په هیواد کې دننه د برېښنایي بندونو په جوړولو ، رغاولو او ګټې اخیستنې سره به له شک پرته چې د اړتیا وړ بریښنا په هیواد کې دننه تولید او د دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو ترڅنګ په ټوله کې د پتمنو هیوادوالو دلازمې استفادې وړ وګرځي ، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې د هیواد د ډله یېزو خپرندویه سرچېنو په حواله داسې ویل شوی دي : د غزني ولایت د جاغوریو ولسوالۍ د زیرک په کلي کې د یوه منځني بند د پروژې  چارې د ۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د غزني د سیمه یزې حوزې  د تخنیکي سلاکار، د جاغوریو د ولسوال، امنیه قوماندان او یوشمیر مشرانو په شتون کې پیل شوي، یاد بند د ۱۵ مترو په لوړوالي، د ۹ مترو په پلنوالي او په لاندینۍ برخه کې د ۲۲ مترو په اوږدوالي سره جوړیږي ، چې د ۹۲ زره مترو مکعبو اوبو د ذخیره کولو، د ۳ کیلو واټه بریښنا د تولید اود ۳۸۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري او ۳۸۵  کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه پورته کړي، د یادونې وړ ده چې د یاد بند چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ دغزني  سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کیږي.  

شاه محمود درویش

دغه راز د بغلان ولایت دبریښنا ریاست مسئولینو هم ویلي، چې دافغانستان بریښنا شرکت  په پرله پسې هڅو د بغلان بریښنا ځایي تخنیکی ټیمونو د تولیدي فابریکې  درییم توربین  جوړ او آزمایښتي فعالیت  ته یې چمتو کړی، د یاد ولایت د بریښنا رئیس ویلي ، چې په دوهم بند کې  دبریښنا د تولیدي فابریکي  درییم توربین ته په ۲ زره ۹۱۲  لیتره د اړتیا وړ آئیل اچولو سره دغه توربین په آزمایښتي ډول فعالیدوته چمتو شوی، چې په فعالیدو سره به یې تریوه بریده بغلان کې د بریښنا د کمښت ستونزه حل شي، د نوموړي په وینا دا توربین  د درې میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري ، چې په دې سره به د بغلان په دوهم بند کې د تولیدي بریښنا ظرفیت ۹ میګاواتو ته لوړ شي ، مسوولین ټینګار کوي چې یاد توربین د بغلان بریښنا شرکت د فني کارکوونکو له لورې جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی.

همداشان اړینه ده چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې دشته بهانده او څپانده سیندونو اوبه باید په منظم ډول مدیریت شي او په ټوله کې د هیواد له اوبو څخه دې لازمه ګټه واخیستل شي او مهار دې کړل شي ، البته افغانستان چې کرنیز هیواد دی د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې دې هم ترینه ښه او لازمه ګټه پورته شی ، د بیلګې په ډول د کونړ سرشاره سیند چې دکال په مختلفو موسمونوکې د ګټې په ځای زمونږ ځمکې تخریبیږي ، انسانان وړي  تردې دمه  ترې لازمه فایده اخیستل شوې نه ده ، خلک د اسلامی امارت له مسئولو ارګانونو څخه ددې غوښتنه لري چې ژر تر ژره دې په یاد سیند د بریښنا بند د جوړولو هغه پلان عملي کړي چي د شهید محمد داود د واکمنۍ پرمهال پلان شوی و او د طورطاق  په نوم سیمه ددغه  بند د جوړولو لپاره په نښه شوه وه چې د هیواد په کچه بریښنایي  ستونزه له منځه وړي او همدارنګه د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې هم مهم ارزښت لري.

له شک پرته چې د بریښنا دبندونو رغاول ، جوړول او په ټوله کې د بریښنا څخه د استفادې په موخه د پروژو تطبیق هغه څه دی چې له یوې خوا په کور دننه زمونږ د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کولی شو ، ددی ترڅنگ د ښه مدیریت  په لړکې کولای شوچې په راتلونکي کې خپله اضافی بریښنا حتی نوروهیوادونو ته هم صادره کړو ، نو دمگړی واقعاً چې داوبو او بریښنا د بندونو د جوړولو او رغاولو د پروژو دپلی کېدو په برخه کې  دافغانستان د اسلامی امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو کوښښونه او هڅی دقدر وړ دی ، پاک الله (ج) دې دوئ ته لاهم ددې توان ، توفیق او همت ورکړي چې په ټول هیواد کې د قدرمنو هیوادوالو دلومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د دوئ دهراړخیزو ستونزو دحل په موخه ډول ډول پروژې دهیواد په گوټ گوټ کې طرحه او پلې کړي ترڅو دهرډول پروژو په بشپړیدو سره د قدرمنوهیواد والوستونزې حل او په ټولیزه توگه دهیواد ملی اقتصاد پیاوړی شي او په ټوله کې دقدرمنو هیوادوالو د ژوند په هوساینه کې هم اغیزمنې مثبتې پایلې پرځای پریږدي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *